اسلام آباد۔22مارچ(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د چين سټېټ كونسل او خارجه وزير وانګ يې ٬ د عراق دوهم وزيراعظم او خارجه وزير ډاكټر فواد حسېن ٬ د مصر خارجه وزير سميع حسن شكري او د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي ليدلي دي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سره د چين سټېټ كونسل او خارجه وزير مسټر وانګ يي ملاقات وكړو۔ د م??اقات په مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورې اړيكې دي كومې چې هر كال لا مستحكم كېږي۔ صدر د كشمير په مسئله او په اېف اے ټي اېف د پاكستان ملاتړ كولو سره سره د جے ټين سي الوتكو پاكستان ته په وركولو د چين مننه وكړه۔ صدر ووئيل پاكستان او چين د م??طقې سوكالۍ او افغانستان كښې امن او استحكام ته وده وركولو له هڅې كوي۔ د چين سټېټ كونسل او خارجه وزير مسټر وانګ يي ووئيل چين د پاكستان ملاتړ كوي او اقتصادي او صنعتي پرمختګ كښې به د پاكستان مرسته روانه ساتي۔ صدر مملکت سره عراق عراق نائب وزيراعظم او خارجه وزير ډاكټر فواد حسېن هم ملاقات وكړو۔ د م??اقات په مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان عراق سره د ورورولۍ اړيكې لري له كومو څخه استفاده كولو له به چې دا لا مضبوطول وي۔ د مصر خارجه وزير سميع شكري او د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي هم صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔ د م??اقات په مهال خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل پاكستان د م??ګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د پاكستان د مسئلې حل غواړي۔ په ملاقات كښی اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو ا?? په خاص توګه د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره د اسلامي هېوادونو ترمينځه د ي?? والي په حاجت زور راوړلې شو۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان مصر د م??طقې يو مهم هېواد ګڼي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري اړيكې به لا زياتول وي۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په 48 مه غونډه كښې په ګډون كولو د خارجه وزيرانو مننه وكړه۔ وروستو صدر مملك د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيران?? په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وكړه