اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء اللہ وئيلي دي چ?? د ??ادق او امين رټ لګوٶنكي مس??ر كلين عمران خان په برتاني?? كښې ريكور كېدونكې 50 اربه روپۍ په قامي خزان?? كښ?? د ??مع كولو په ځائ بحريه ټاٶن سره اېډجسټ كړې او د دې په بدل كښې بحريه ټاٶن د اربونو روپو ماليت 458 كناله زمكه القادر ټرسټ او بني ګال?? كښې 240 كنال زمكه د فرح شهزادګۍ نامې ته منتقل كړه٬ بحريه ټاٶن سره په شوې لوظنامه د وزيراعظم عمران خان او وړومبۍ مېرمن لاسليك موجود دې، د دې معاملے تحقيقاتو لپاره كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غړو مريم اورنګزېب ، مصدق ملك او قمر الزمان كائرہ سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې رانا ثناء اللہ ووئيل خپلو كښې په سلا مشوره ټرسټ لپاره د 458 كنال او فرح شهزادګۍ ته 240 كنال د منتقل كېدونكې زمكې بيعه كمه درج كړې شوې ده ۔ ده ووئيل تېرو واكمنو د اولس پېسه په بې دردۍ سره كارولو سره ذاتي ګټې ترلاسه كړې دي٬دا لوظنامې پټې ساتلې شوې وې٬ نن د وفاقي كابينې په غونډ?? كښې د منظورۍ نه پس دا لوظنامه پرانستلې شوه د دې كاپۍ ميډيا ته هم وركوٶ۔ ده ووئيل دا ثابت شوې ده چې په ټولو معاملو كښې عمران خان ذاتي ګټې ترلاسه كړې دي۔