ا??لا?? آباد۔17جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د سباؤن معاشي كاميابي به د علم په مهارت ترلاسه كېږي٬ محققين او سائنسمدار قامي اثاثه ده ٬ حکومت په بېلو څانګو كښې جدت لپاره د 7 اربه رو??و انووېشن فنډ شروع كړے۔ د سباؤن جنګونه به په مېدانونو كښې نه ٬ په كلاس رو??ز او څېړنتونونو كښې كولي شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پنجاب پوهننتون د سېنټر آف اېکسی لېنس ما??یک??ولر بائیولوجی پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د سی ای اېم بی پلاوي مشري ډائرېکټر ډاکټر کوثر ملک كوله۔ ده ووئيل حكومت په بېلو څانګو كښې جدت راوستلو له د 7 اربه رو??و انووېشن فنډ شروع كړے ۔ وفاقی وزیر ووئيل د لوړو زده كړو ودېله په نوي بجټ كښې د اېج اي سي پرمختيائي بجټ68 فیصد زيات كړے شوے۔ د سی ای اېم بی پلاوي وفاقي وزير د تحقيق او بي ټي كپاس ٬ سنټر لخوا د تخم ودې په اړه خبر كړو كوم چې اېنټي وائرس او زيات پېداوار وركونكے نوے قسم دے۔ دا تخم د پاكستان په كركيله كښې د 173 اربه رو??و اضافه كولې شي۔ سی ای اېم بی د لېبارټري ريسرچ كمرشلائزېشن ته وده وركولو له د سی جی اېم پی کمپلائنس پائلټ اسکېل پروډکشن آسانيو رامخې ته كولو وړاندېز هم وركړو۔ وفاقی وزیر د منصوبې PC-1 جمع كولو سپارښتنې سره ووئيل د سباؤن جنګونه به په مېدان كښې نه بلكې په كلاس رو??ز او څېړنتونونو كښې كېږي۔ له دې كبله چاسره هم چې ښه كلاس رو??ز او پېداواري تحقيقاتيمركزونه وي كاميابي به هغه ترلاسه كوي۔ ده ووئيل دا د علمي معيشت د سباؤن محاذ دے