اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره افغانستان لپاره د ايران خاص استازي حسن كاظمي د جمعې په ورځ ليدلې دي۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير امن ناك٬مستحكم٬څوكاله او قوي افغانستان لپاره د عزم پخلے وكړو۔ده د پاكستان او ايران ترمينځه د كډوالو انتظام٬سيمه ايزې سلامتيا او اداره جاتي مكنزم پشمول د افغانستان په اړه چارو د نزدې مرستې په اهميت زور راوړو۔خارجه وزير په م??اقات كښې په سيمه كښې جام?? امن او د سلامتيا مقصد له د ودې و??كولو پشمول سږ كال په 22 جون كښې ختيز افغانستان كښې د زلزلې نه پس د مرستې هلو ځلو سره سره د افغانستان لپاره د پاكستان د اړخه د بشري مرستې و??كولو په خاص توګه ذكر وكړو۔خارجه وزير د ايران سره د اړيكو قوي كولو لپاره د پاكستان د خواهش څرګندونه هم وكړه۔خاص استازي حسن كاظمي ووئيل ايران د پاكستان سره اړيكې مهمې ګڼي٬٬ده په افغانستان كښې د پاكستان تعميري كردار وستائېلو۔د دې څخه وړاندې د ايران خاص نما??ند?? د پاكستان خپل هم څنګ پخواني سفير محمد صادق سره هم ملاقات وكړو۔د ملاقات په م??ال د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه او په سيمه كښې تجارتي او شريكو رابطو له د اقدامات جاج واخستلے شو