اسلام آب??د 28 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي الېکشن کمېشن دې د پي ټي آئي د فارن فنډنګ كېس پرېكړه زر واوروي٬ د آئين له مخې ګوند چلولو لپاره غېر ملكي وګړو يا كمپنۍ څخه فنډز نشي اخستلے كېدے٬ پي ټي آئي غېر ملكي كمپنو او كسانو څخه فنډز اخستے ، ټول د الېكشن كمېشن د پرېكړې په طمع دي، هېواد ديواليه كېدو نه ساتلو لپاره د سختو پرېكړو سياسي پیټے مو پورته كړے، نواز شريف د زوي نه په تنخواه نه اخستو نااهل ګرځولے شوے٬ د اتحادي حكومت پرېكړو سره به په هېواد كښې استحكام راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سل??حك??ر قمر زمان کائره سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د آئين او قانون په نظر كښې ټول وګړي يو برابر دي۔ ده ووئيل صادق او امين ھغه كس دے د كوم په حكومت كښې چې په برتانيه كښې د اكنامك كرائم اېكټ له مخې نيولې شوي 190 مليونه ډالره ھغه كس ته بېرته وركړے شوي د كوم څخه چې وصول شوې وو او عمران خان او د ھغه كورودانې ته 450 كنال زمكه د ټرسټ په نامه وركړې شوې او د 250 كناله زمكه فرح ته په ھغه ځاے وركړې شوې كوم ځاے چې ?? زمكې اخستو څوك تصور هم نه شي كولے۔ ده ووئيل د عمران خان لاسليك كړي ځينې كسان ډي سېټ كړے شوي خو د چوهدري شجاعت حسېن د چيټۍ پحقله چې كومه پرېكړه راغلې ھغه د ټولو په وړاندې ده٬ آيا چوهدري شجاعت حسېن د يو ګوند مشر نه دے٬ په يو هېواد كښې دوه ګوندونو لپاره جلا جلا قانون او جلا جلا سزا ګانې پكار نه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سېنېټ چيئرمېن په ا??تخ??ب كښې د سيد يوسف رضا ګېلاني ووټ منسوخ كړے شوے ٶ، کېمرې هم نيولې شوي٬ د دې په ضد اپيل هم وشو خو څه حل ئې راونه وتلو خو د پنجاب اسملبۍ پحقله چې څه وشول ھغه د ټولو په وړاندې دي٬ ده ووئېل په هېواد كښې استحکام ته اړتيا ده او دې لپاره موجوده حكومت اقدامات كوي