اسل??م آباد 21 اګست (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء ??لل?? وئيلي دي ښځينه مجسټرېټ٬ آئي جي او ډي آئي جي پوليس ته په دړكه وركولو به قانون سره مخ كېږي٬ عمران خان دړكه وركړې ده، ټولې نړۍ نېغ ??ه نېغه ليدلي٬ اوس دې قانون ته مخامخ كېدو له چمتو شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل عمران خان له به د سركار په كار كښې په مداخلت ??و دړكو قانون له ځواب وركول وي۔ ده ووئيل د بشري بي بي او د فرح ګوګي د کرپشن چې خبره وكړې شي نو عمران خان ته اسلامي ټچ ورياد شي۔ داخله وزير ووئيل كه په قانون عمل ونه كړې شو نو پاكستان به ځنګل جوړ شي، د بغاٶت په لمسه كولو به دوي تخښتې ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل داسې نشي كېدې چې د شهيدانو توهين وكړي٬ د بغاوت لمسه وكړي او بيا ??ه اسل??م آباد كښې رياستي رټ هم چېلنج كړي۔ رانا ثناء ??لل?? ووئيل دا رويه په هېواد كښې د انتها پسندۍ او د ترهګرو د ډاډګيرنې سبب جوړېدې شي٬ كاروائي لازمي ده۔