شرم الشېخ 07 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شر??ف سره د کوپ 27 مشرانو كنفرنس په مهال د عراق، تاجکستان، انډونيزيا صدور او د لبنان وزيراعظم ليدلي دي ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په مصر كښې ?? موسمياتي بدلون نړيوال كنفرنس په موقع په پاکستان كښې ?? سېلاب او ځپليو مرستې لپاره په هلو ځلو د پاكستان وزيراعظم شهباز محمد شر??ف د نړغ د توجه مركز دے ٬ نړيوالو مشرانو د سېلاب په مهال د وزيراعظم په سېلاب ځپلو سيمو كښې پرله پسې موجودګي يوه غېر معمولي جذبه ګرځولې٬ د كنفرنس په وړومبۍ ورځ وزيراعظم شهباز شر??ف مصروف ورځ تېره كړې۔ ده د كوپ 27 مشرانو كنفرنس په موقع په شر?? الشېخ انټرنېشنل کانګرېس سينټر كښې مهمو نړيوالو مشرانو سره ملاقات كړے۔ وزيراعظم سره د عراق صدر عبداللطيف راشد، د تاجکستان صدر امام علي رحمن، د انډونيزيا صدر جوکو ويدودو جلا جلا ملاقاتونه كړي ا?? د دې نه علاوه وزيراعظم شهباز شر??ف سره د لبنان خپل همڅنګ نجيب ميکاتي هم ليدلي دي ۔ وزيراعظم شهباز شر??ف د انډونيزيا صدر جوكو وېدو دو سره په خپلو خبرو كښې ?? خوراكي تېلو په سمدستي ترسيل د انډنيزيا د صدر مننه وكړه۔ د انډونيزيا صدر ووئيل پاكستان زمونږ ورور هېواد دے٬ هر ډول ممكنه مرسته به زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره وي۔ دغسې وزيراعظم شهباز شر??ف د انډونيزيا حکومت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د تاجکستان صدر امام علي رحمن سره هم ملاقات كړے۔ په دې موقع وزيراعظم ووئېل د تاجکستان صدر به سږ كال په دسمبر كښې پاكستان ته راځي٬ دواړو مشرانو د موسمياتي بدلون په تباه كن اثرات د خيالاتو څرګندونه كړې٬ غېر ملكي مشرانو په پاکستان كښې ?? سېلاب له امله په شوې تباهۍ ا?? ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ وزيراعظم شهباز شر??ف ووئيل د موسمياتي بدلون څخه ګرده نړۍ ځپلې كېږي٬ د دې منفي اثرات كمولو لپاره اجتماعي هلې ځلې لازمي دي۔ وزيراعظم د سېلاب ځپلو په مرسته كولو د نړيوالې ورورولۍ مننه وكړه٬ دغسې د ملاقاتونو په مهال نړيوالو مشرانو سره په دوه اړخيزه سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ده