حېدرآباد 25 مئي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي د تھر سكرو څخه ب?? اولس ته ارزانه برېښنا ت??لا??ه شي٬ كوم كار چې په څلورو كالو كښې نه ؤ شوے ھغه مونږ په څلورو مياشتو كښې د يو ارب روپو په رېكارډ بچت سره بشپړ كړے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېن ټي ډي سي لخوا د تهر څخه تر مټ??اري د 220 كلوميټر 500 كے وي ټرانسمنشن لائن پرانستې نه وړاندې حېدر آباد كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې ۔ ده ووئيل د تھر پراجيکټ سره ب?? د پرمختګ نوې دور پېل شي، ځوانانو ته ب?? روزګار ت??لا??ه شي٬ مونږ تخزيب كاري نه تعميري كار كوٶ، ده ووئېل عمران خان ځوانان ګمراه كړي٬ ھغه د كومې آزادۍ خبره كوي۔۔ په دې موقع د سندھ مسلم ليګ ن صدر سيد شاه محمد شاه، د قامي اسمبلۍ غړے کھيئل داس، د اېن ټي ډي سي ډي جي عبدالجبار خان، ډي آئي جي حېدراباد سيد پير محمد شاه ،حېسکو چيف مظفر عباسي او د اېن ټي ډي سي چارواكي او نور هم موجود وو۔ وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل تهر څخه د سكرو پېداوار نه پس اېن ټي ډي سي څلور كاله وړآندې د برېښنا ترسيل لپاره د 21 اربه روپو په بجټ كار پېل كړے ٶ٬ كوم كار چې په څلورو كالو كښې ونه كړے شو ھغه مونږ په څلورو مياشتو كښې د يو ارب روپو رېكارډ بچت سره بشپړ كړے ۔۔ دې سره ب?? قام ته ارزانه برېښنا ت??لا??ه شي او د هېواد صنعتونو ته ب?? ګټه هم ورسي