لاہور ۔14جون (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې هن??مندان زمونږ هويت او ملي اثاثه دي، هن??مندان د هېواد د كلتور او د قامي تشخص په وده کښې مهم کردار لري۔ دې دا خبرې د فلم، سټېج او ټي وي هن??مندانو سره د خبرو پر مهال وكړې كومې چې دې سره ملاقات وكړو۔ هن??مندانو د راتلونکي مالي کال په بجټ کښې د فلم فنانس فنډ او هېلتھ انشورنس لپاره د زيات رقم په مختص كولو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مننه وكړه۔ دوئي وزيراعظم شهباز شريف او د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ته دوئي لپاره په هلو ځ??و كولو د عقيدت پېرزوئنې ډال?? كړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې د ټولنې پرمختګ لپاره د تخليقي سوچ ډاډګيرنه ??روري ده۔ دې ووئيل د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د فلم فنانس فنډ لپاره دوه اربه روپۍ او د هن??مندانو هېلتھ انشورنس لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د فلمي صنعت وده او بحالول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ دې ووئيل په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت او روښانه ??شخص ته وده وركول د وخت مهمه اړتيا ده۔ فلمونه ?? یو هیواد د کلتور، تاریخ، اقدارو ، ورثې او سېلګرۍ د رامخې ته كولو سبب ګرځي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې د هن??مندانو د ستونزو د هوارولو او په تېر وخت كښې د هن??مندانو د شوې حق تلفۍ ازالې كولو باور وركړو۔ هن??مندانو د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ته يوه ګلدسته ډال?? كړه۔