اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د كنوينر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي م??اق??ت وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې ډاكټر خالد مقبول صديقي٬ ډاكټر فاروق ستار٬ د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق او د ??ند?? ګورنر كامران ټيسوري شامل وو۔ پلاوي د 7م ډيجيټل مردم شمارۍ په اړه د تحفظات په لرې كولو او مردم شمارۍ سره اړوند د دوي وړاندېزونو په شاملولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د لوے څښتن په فضل او كرم سره 7م ډيجيټل مردم شماري خېر خيريت سره بشپړ شوې او نتيجې يۍ د ټولو سياسي ګوندونو د رايو اتفاق سره منظوري شوې دي۔ په م??اق??ت كښې د هېواد په مو??وده سياسي صورتحال تفصيلي مشاورت وكړے شو۔ پلاوي وزيراعظم ??ند?? په خاص توګه كراچۍ كښې د پرمختيائي پروژو په اړه خبر كړو۔په م??اق??ت كښې د اق??صادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق و انجينئر خرم دستګير هم مو??ود وو