ا??لا?? آباد۔23مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د 23 ما??لا??_مشین/117723.html">?چ 2024 پاكستان ورځې په موقعه د یو ایس ایډ ایډمنسټریټر سمانتھا پاور ته په پاکستان كښې د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب په مهال د خذماتو په ترسره كولو ‘هلالِ قائداعظم’ ایوارډ وركړو۔ د یو ایس ایډ لخو د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د سمانتھا پاور لخوا په پاكستان كښې د يو اېس اېډ مشن ډائرېكټر كيټ سوم وونګسري دا ايوارډ ترلاسه كړو۔ په خپل يو وېډيو پېغا?? كښې سمانتھا پاور د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ د كال 2022 سېلاب په مهال امريكا د يو اېس اېډ د لارې د مرستې كارروائيو كښې وړان??ې وه۔ امريكې په دې مد كښې پاكستان سره په مجموعي توګه 215 ملینه څخه د زيات ډالرو مرسته كړې وه په كومو كښې چې د امريكائي وګړو او كمپنيو لخوا 37 ملین ډالره څخه زيات رقم هم شامل دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د فوري مرستې سره سره يو اېس اېډ د آفتونو مخنيوي او د فوډ سېكورټي حوالې سره هم د پاكستان مرسته روانه ساتلې ده۔