اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) په اړه رائے عامه هوارولو لپاره د ميډيا مهم كردار رامخې ته كولو سره ??ئي??ي دي ميډيا دې د سي پېك حقيقي اثرات او امكانات په سم ډول اولس ته رسولو لپاره په تعميري مكالمه كښې برخه واچوي، سي پېك يواځې د بنيادي ډهانچې جوړولو منصوبه نه ده٬ سي پېك څخه د پاكستان سماجي او اقتصادي منظر نامه بدله شوې ، د سي پېك له مخې د كال 2013 نه تر اوسه 2 لكه 36 زره د روزګار موقعې راپېدا شوي ۔ د شورو په ورځ په كامسټيك كښې د سي پېك په اړه د ميډيا اتم فورم ته خپلې وېنا كښې ده و??ئي?? په كال 2018 كښې ما ته په چين كښې د سي پېك ميډيا فورم په څلورم اېډيشن كښې د ګډون كولو موقع ترلاسه شوې وه ٬ كوم چې د سي پېك په اړه د پروپېګنډې چېلنج لپاره وقف ٶ۔ ده و??ئي?? پاكستان چائنا انسټيټيوټ په كال 2014 كښې د سي پېك فورم شروع كړے ٶ دغسې چې د سي پېك په ضد د كېدونكې ډنډورې په اړه خبرتيا پې??ا كړې شي۔ ده و??ئي?? سي پېك د سباٶن په بابله د پاكستان په اولس كښې اميد٬ اعتماد او باور راپې??ا كړے كوم چې اوس يو حقيقت ګرځېدلے ۔ ده و??ئي?? د دې منصوبې له مخې د كال 2013 نه تر اوسه د روزګار دوه لكه 36 زره موقعې پېدا شوي چې ورسره ځائي افرادي قوت ته د پرمختګ موقع په لاس ورغلې او دې منصوبې سره به د سيمه ايز تفاوت خاتمې له هم مرسته تر لاسه شي۔وفاقي وزير د سي پېك پحقله د رائے عامه په تشكيل كښې د ميډيا مهم كردار رامخې ته كولو سره و??ئي?? ډنډوره رائے عامه بدلوي٬ د دې مخنيوي لپاره دې ميډيا سم معلومات او بې پر?? بيانيه په ذمه وارۍ سره وړاندې كړي۔ ده و??ئي?? نن په معلوماتي دور كښې د صداقت محافظ په توګه د ميډيا كردار لا ډېر زيات شوے ۔ ده و??ئي?? سي پېك نه يواځې زمونږ قام ته ترقي وركړې بلكې يو روښانه٬ او د زيات سوكاله پاكستان لپاره د اميد څيره ګرځېدلے ٬ ده ووئېل د ميډيا د سي پېك حقيقي اثرات او امكانات په سم ډول اولس ته رسولو لپاره په تعميري مكالمه كښې برخه ضرور ده۔