حسن ابدال۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي د پاكستان ??كومت سكھ يات??يا??و ته آسانۍ وركول له هر ډول ممكنه وسائل كاروي دغسې چې دوئي كومې هم ستونزې سره مخ نه شي٬ د سكھ ورورولۍ د مقدس ځايونو رنګ روغن روان ??ے٬ سكھ ورورولي د ټرېن په سفر ك??ې آساني محسوسوي ځكه مو دوئي دې ځايې ته د ټرېن د لارې راوستلې دي٬ هندي حكومت ته هم وايؤ چې هغوي هم سكھ يات??يا??و لپاره د خصوصي ټرېنونو چلولو اقدامات وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګوردوارہ پنجه صاحب حسن ابدال كښې هند او ګردې نړۍ څخه راغلې سكھ يات??يا??و ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دستورې ته صوبائی وزیر رمیش سنګھ اروړہ، ایډیشنل سېکرټری شرائن رانا شاهد او ګردې نړۍ څخه د راغلې سكھ يات??يا??و لارښودو هم خطاب وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستاني اولس ته دا اعزاز ترلاسه دے چې د سكھ مذهب څومره هم مقدس ځايونه دي هغه پاكستان كښې دي۔ ده ووئيل په سيالكوټ كښې كرتار پور دے هغه هم د سكھ مذهب ستر مقدس ځايې دې۔ ده ووئيل ټول مذهبونه تشدد نه بلكې مينه ښائي۔ ده ووئيل زه غواړم چې سكھ يات??يا??و ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركړې شي دغسې چې هغوي مقدس ځايونو ته په رسېدو كښې كومې ستونزې سره مخ نه شي او مونږ په دې وياړو چې مونږ د خپلو ورونړو خوېندو كوربتوب كړے دے۔ ده سكھ يات??يا??و ته د بېساكھي مېلې مباركي وركولو سره ووئيل تاسو دې ټول عمري خوشحاله آو آباد وسۍ۔ د دستورې په پايه كښې د سكھ لارښودو لخوا وفاقي وزير خواجه آصف ته روایتی څادر (سروپا) وړاندے كړے شو۔