ریاض 28 ا??رې?? (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د نړيوال اقتصادی فورم خصوصی غونډي په سائیډ لائینز د سعودی عرب د سرمایه کارۍ وزير خالد الفالح،د سعودی عرب د خزاني وزير محمد الجدعان او د سعودی عرب د صنعت وزير بندر بن ابراهیم الخیریف جلا جلا ملاقات کړې ،ملاقات كښې اتفاق شوې چې سعودی عرب به په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ نورې موقعې لټوي۔وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې د سعودی عرب د سرمایه کارۍ وزير وزیراعظم سره په ملاقات كښې وزیراعظم “پرائم منسټر آف ایکشن” ګرځولو سره ووئيلي چې مونږ ټول د ??غه د کارکردګۍ او كار رفتار څخه خبر يو۔ده ووئيل ??غه ?? پاکستان د پرمختګ مشن مخ په وړاندې بوځي په دې مونږ ټول د ??غه ملګري يو۔د سعودی وزیر ووئيل د سعودی سرمایه کارو پلاوې به ??ير زر ?? پاکستان دوره وكړي۔دې نه علاوه وزیراعظم او د سعودی د خزاني وزير په ملاقات كښې اتفاق شوې جې سعودی عرب به په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ نورې موقعې لټوي۔د سعودی د خزاني وزير د سعودی عرب د اړخه ?? پاکستان اقتصادی پرمختګ لپاره د خپل حمایت پخلے وكړو ۔ ده ووئيل ?? پاکستان پرمختګ د سعودی عرب پرمختګ دے۔ده ووئيل سعودی عرب ویژن 2030 په اړه په حکومتی كچه اصلاحات کړې او مشکل پريكړې ئې كړي۔وزیراعظم سره د سعودی د صنعت وزير هم ملاقات كړې۔د سعودی د صنعت وزير د زراعت ، معدنیات، آئی ټی او په نورو څانګو كښې ?? پاکستان سره د اشتراك په اړه خوښي څرګنده كړي او په دې لړ كښې ئې د پیشرفت څخه خبر كړې۔ د سعودی د صنعت وزير ووئيل د سعودی نجی کمپنیو سره په پاکستان كښې د سرمایه کارۍ په اړه رابطې كوو او هغوې به ??ير زر ?? پاکستان دوره وكړي۔د سعودی وزيرانو سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ?? پاکستان په هر مشکل كښې په ملګرتيا كولو د خادم حرمین شریفین سلمان بن عبد العزیز آل سعود ،سعودی ولی عهد او وزیر اعظم شهزاده محمد بن سلمان آل سعود او سعودی وزیرانو مننه وكړه ۔ ده ووئيل زما په تير حکومت كښې د سعودی عرب د حمایت او مرستې په سوب زمونږ معاشی حالات ښه شوې ؤ۔ده ووئيل سعودی عرب او پاکستان د يو بل اسټریټجکي پارټنرز دي۔په دې مهال خارجه وزیر اسحاق ډار ، د خزاني وزير محمد اورنګزیب ، وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ، وفاقی وزیر مصدق ملك ، وفاقی وزیر جام کمال خان او وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری هم موجود وو۔