اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ټولو پارلماني ګوندونو ته امر كړے چې ھغوي د قائمه كمېټو جوړولو لپاره د خپل ګوند لخوا ټاكلې نامې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې جمع كړي ٬ په بل صورت د جمع كړے شوو نامو په بنياد به د ك??ېټو اعلاميه جاري كړو۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعجاز الحق په پوښتنه وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د باردانې د تقسيم په اړه هم تحقيقات روان دي٬ پارلماني كمېټۍ د حكومت د نګرانۍ كار كوي٬ سپيکر دې د قامي غذائي تحفظ د ك??ېټۍ جوړولو اعلاميه جاري كړې دغسې چې كمېټي د تحقيقاتي رپورټ جاج اخستو سره سفارشات مرتب كړي۔ مير ش??ير بجاراني ووئيل نګران كابينې په كوم بنياد د غنمو د درامد اجازه وركړې٬ يواځې د سېكرټري په اخوا كولو سره به كروندګرو ته ريليف ترلاسه نه شي٬ كروندګرو ته په سمدستي توګه ريليف پكار دے۔ دغسې سپيکر د قانون وزير ته امر وكړو چې د ټولو غړو دې د غذائي تحفظ وفاقي وزير سره ملاقات وكړے شي ۔