عمان 11جون (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحا?? ډار اردن كښې “غزہ لپاره په سمدستي بشري غبرګون ” سرخط د اعلیٰ پائې کنفرنس ??ه موقع د ملګرو ملتونو ??یکرټری جنرل انتونیو ګوټیرس سره ملاقات وکړو ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بيان له مخې نائب وزیراعظم د ملګرو ملتونو ??یکرټري جنرل د اردن او مصر سره د شريك کنفرنس ??ولو اقدام په يو داسې وخت كښې د ستائنې وړ وګرځولو كله چې د فلسطین اولس نړيوالې مرستې او سمدستي انساني مرستې ته اړتيا لري۔ده په نړيواله كچه د غزہ په صورتحال د تشویش څرګندولو په بابله د سیکرټری جنرل قیادت او فعاله کردار هم وستائېلو۔ دغسې نائب وزیراعظم د فلسطینیانو په ضد د اسرائیل د طاقت بے دريغه استعمال غندلو له د پاکستان د عزم پخلي كولو سره د اسرائیل د جنګي جرمونو ??و د انسانیت په ضد د جرمونو په احتساب ، سمدستي او غیر مشروط جنګ بندۍ، د غزہ محصورو وګړو له غير د كوم خنډ نه انسانی مرستې ورسولو او د بے كوره شوو فلسطینیانو ??بادولو په حاجت زور راوړو۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزیر د ملكرو ملتونو په سیکرټری جنرل زور راوړو چې د ملګرو ملتونو ??لامتی کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د جمو او کشمیر پخوانۍ شخړې منصفانه حل لپاره خپل اثر و رسوخ استعمال کړي۔