واشنګټن06 اګست(اے پی پی)په واشنګټن كښې د پاكستان سفارتخانې تر سيوري لاندې د ك??مير استحصال ورځ په اړه دستوره وشوه چې پكښې مقررينو د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير خلقو سره د يو??الي څرګندونه كولو سره د هند څخه شخړيزې سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندولو غوښتنه كړې۔دا دستوره د 5 اګست 2019 جمو كشمير خصوصي حېثيت ختمو??و يو اړخيزه او غېر قانوني هندي اقدامات 5 كاله بشپړېدو په موقع شوې۔په دستوره كښې د تعليم پوهانو٬د بشري حقونو كاركنانو٬ د سول سوسائټۍ استازو٬سفارتكارو٬ د تهنك ټينك غړو٬پاكستاني نژاد امريكائي وګړو او مېډيا غړو پشمول بېلو طبقو كسانو ګډون وكړو ۔په خپل ريماركس كښې مقررينو د جمو او كشمير د زړې مودې شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د حل كولو غوښتنه وكړه چې پكښې د ك??ميري اولس د هيلو ترجمانۍ لپاره د استصواب ??ائ?? وئېلې شوي۔په دې موقع د سفارتخانې ناظم الامور ډاكټر فريحه بګټي وينا كښې د ك??ميري اولس ناقابل تنسيخ حق خود اراديت لپاره د پاكستان په مستقل ملاتړ زور راوړو ۔ده د هند غېر قانوني اقداماتو غندنه كولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميريانو هيلو له مخې جمو او كشمير شخړې حهواري لپاره خپل كردار ادا كړي۔په دستوره كښې د پيس اينډ هيومن رائټس ايډووكېټ مشعال حسېن ملك٬د ك??مير اويئرنيس فورم سېكرټري جنرل ډاكټر غلام نبي فائي٬د اسلامك سركل آف نارت امريكا(آئي سي اېن اے)صدر ډاكټر محسن انصاري٬د امريكې سياسي تجزيه كار كرنل ويسلے مارټن٬د جارج واشنګټن يو??يورسټۍ څخه ډاكټر امتياز خان٬يو اېس كونسل آف مسلم آرګنائزېشنز(يو سي اېم او)كښې سېكرټري جنرل اسامه جمال او سينټر فار اسلام اينډ پبلك پالېسي(سي آئي پي پي)ايګزېكټو ډائرېكټر زاهد بخاري ګډون وكړو او د هند په قبضه كښې د ك??ميري اولس په حالت زار ئي رڼا واچوله۔په دې موقع د پاكستان صدر او وزيراعظم خاص پېغامونه ولوستل شول۔د نائب وزيراعظم او خارجه وزير وېډيو پیغام هم وچلولے شول۔