اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د روغتيا كوآرډينېټر ډاكټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې له غزه څخه د فلسطين 26 زده كوؤنكي ??بي زده كړو له اسلام آباد ته رارسېدلې دي٬ دوئي به د پاكستان په بېلو طبي ادارو كښ?? د ميډيكل او ډېنټل زده كړې ترلاسه كوي٬ په سخت وخت كښ?? فلسطيني زده كوؤنكو سره ولاړ يؤ۔ د جمعې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د فلسطين 26 زده كوؤنكي ??بي زده كړې ترلاسه كولو له اسلام آباد ایئرپورټ ته راورسېدل۔ ډاكټر مختار احمد بھرتھ د وزيراعظم په هدايت دغې زده كوؤنكو ته تود هركلے ووے۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښ?? ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د غزه روانه وضعه نظر كښ?? نيولو سره د فلسطين زده كوؤنكو ته په پاكستان كښ?? د خپلو طبي زده كړو روانو ساتلو پېشكش كړے ؤ٬ كوم به چې د پاكستان په بېلو طبي ادارو كښ?? د ميډيكل او ډېنټل زده كړې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښ?? د طب زده كړې ترلاسه كولو څخه وروستو به دوئي خپل هېواد كښ?? د اولس خذمت وكړے شي۔ دې زده كوؤنكو ته به د ميډيكل سره سره د خوراك او استوګنې په زړه پورې آسانۍ وركولې شي۔