اسلام آباد۔25اکتوبر (اے پي پي ) د اطلاعات، خپرونو ، قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وئېلې دي وزیراعظم د ب??لۍ بيعو كښې کمي كولو ته په زړه پورې پام لرنه كوي ، د فیول کاسټ ایډجسټمنټ په مد كښې نیپرا په ټول هېواد 86 پیسې د یونټ په سر د بجلي بيعه کمه كړې ده ، پينځه آئي پي پیز بند کړے شوي ، د 8 نورو آئي پي پیز سره بيا خبرې اترې وشوې او به لوظنامو نظرثاني شوې، په دې حقل?? به ډېر قام ته زېرے تر لاسه شي ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د غړو ابرار احمد، ملک شاکر بشیر اعوان او د محترمه آسیه ناز تنولي د پام ګرځونې نوټس په بابله خپلو خبرو كښې ده ووئېل نیپرا تېره ورځ ټول ھېواد كښې 86 پیسې د یونټ په سر د ب??لۍ بيعه كمه كړې ده ، دا كمے فیول پرائس ایډجسټمنټ په مد كښې وكړے شو ۔ ده ووئېل وزیراعظم شهباز شریف د ب??لۍ بيعو كښې کمي ته پام لرنه كوي ۔ سږ كال وفاقي حکومت د يو یونټ څخه تر 200 یونټ بجلي استعمالونكو لپاره 50 اربه روپۍ او د پنجاب حکومت د 201 نه تر 500 یونټس بجلی استعمالونكو له د 45 اربه روپو سبسډي وركړه ۔ده ووئېل د دې سبسډي نه علاوہ ه?? كال وفاقي حکومت 300 یونټ پورې بجلي استعمالونكو کنزیومرز ته 276 ارب روپۍ سبسډي وركوي۔ ده ووئېل کے الیکټرک ته 174 ارب روپۍ سبسډي وركړې كېږي۔ وفاقی وزیر ووئېل لائف لائن او نان لائف لائن کنزیومرز ته د په كلنه توګه سبسډي وركرې كېږي، سږ كال صارفین ته زیاته سبسډي وركړې شوې۔ ده ووئېل پينځه آئي پي پیز بند کړے شوي ، دې اقدام سر?? به معیشت ته د اربونو روپو ګته اورسي او کپیسټي پے منټس كښې به کمے ر??شي۔ ده ووئېل جولائی نه تر ستمبر 2024 سبسډي ، د فیول خرڅونو ، ایډجسټمنټ او د پينځو آئي پي پیز بندولو سره د ب??لۍ بلونو كښې كمے ر??غلے دے۔ ده ووئېل پينځه آئي پي پیز بند کړے شوي ، د 8 نورو په حقل?? به ډېر زر زېرے ر??مخې ته شي، د هغوي ریټس کم کړے شوي چې ورسره څو سوه ارب روپۍ به بچت شي ۔ وفاقی وزیر ووئېل په يخنۍ كښې د ب??لۍ بل کم راځي ، د راروان اوړي نه مخكښې به د بجلی بيعه لا كمه شي۔ ده ووئېل د زرمبادله پانګې زياتې شوي ، سټاک مارکیټ نوے ریکارډ جوړ كړے ، د سود شرح كښې لا کمے ر??غلے ، معاشی اشاریئ مثبت دي ۔ ده ووئېل مونږ معاشي بحالۍ پلو روان يو ۔