اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) د تج??رت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاکستان او بېلاروس ترمينځه تج??رت زياتول ضروري دي ٬ د دواړو ??ېوادونو ترمينځه د كركيلې مشينرۍ او آټو مو??ائل په څانګه كښې همكارۍ ته به پراختيا وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ځ??ئي هوټل كښې د بېلاروس د توان وزير سره په ګډه د بزنس فورم مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ وفاقي وزير په خپل خطاب كښې ووئيل د پاکستان-بېلاروس بزنس فورم په مهال به 8 مفاهمتي يادښتونه او لوظنامې لاس ليك كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې د بېلاروس ټرېکټرز د پائیدارۍ او مضبوطيا علامت ګڼلې شي او دلته په ځ??يې ماركيټونو كښې د دې طلب زيات دے۔ ده ووئيل د دواړو ??ېوادونو ترمينځه په تج??رت كښې زياتوالي لپاره د 2025-27 په تګلاره صلاح يوه شوې ٬ دواړه هېوادونه به همكارۍ لپاره عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پاكستان او بېلا روس د سيمه ايز تج??رت او شنګھائي مرستې تنظيم كښې همكاران هم دي٬ پاكستان بېلاروس سره د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او شريكو منصوبو كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ جام کمال ووئيل په پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د توان، كركيلې ٬آئي ټي اونورې څانګې پرانستې دي۔ ده ووئيل د پاکستان او بېلاروس دوه اړخيزه تج??رت كښې به تنوع رامخې ته كول وي۔ پاکستان څخه د غوښې ، ډېری، د كركيلې مصنوعات او کاغذی څيزونو تلل زياتېدې شي۔ د تج??رت وزير ووئيل بېلاروس سره تج??رتي ستونزې كمولو او ماركيټ ته رسېدل آسانولو ته اړتيا ده او په دې وفاقي حكومت كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې د تج??رتي او ټرانزټ حب جوړولو عزم لرو ولې چې پاكستان د نړۍ 6 م لويې تج??رتي ماركيټ دے