اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي موجوده حكومت د اولس مسئلو حل كولو نه خبر دے او د دوي مسائل حل كولو ته پام لرنه كوي ٬ د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت به د آئين له مخې كار كوي او اولس سره شوې ټول لوظونه به پوره كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔??ه ووئيل تېر حكومت د خپلو ناقص پالېسيو په سبب ټولې قامي ادارې تباه كړي او د تېر حكومت مشرانو د دريو كلونو څخه زياتې مودې نه اولس ته پرله پسې دروغ وئېل۔??ه ووئيل موجوده حكومت كښې به د چا په ضد بې بنسټه مقدمه نه جوړېږي۔??ه ووئيل اوس وخت بدل شوے بې ګناه خلق به د زندانونو څخه راويستلے شي او قصور وار به زندان ته لېږلے شي۔د يوې پوښتنې په ځوا?? كښ?? رانا ثناﺀ الله ووئيل د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وزيراعظم ش??با?? شريف خبر كړے چې زه به په لندن كښې محمد نواز شريف سره ملاقات كوم او د لندن څخه بېرته په راتللو به د خارجه وزير سوګند پورته كوم۔??ه ووئيل حكومت به چاته هم د نورو په ضد د سپكو تورو وئېلو اجازه ورنه كړي۔??ه ووئيل د پي ټي آئي فارن فنډنګ كيس منطقي انجام ته رسېدونكے دے٬هائيكورټ الېكشن كمېشن آف پاكستان ته په 30 ورځو كښې د كيس بشپړولو واضحه امر كړے