سمرقند 16ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د موسمي بدلون ، وبائي رنځونو او زيات شوې عدم مساوات په شان په ټولو چيلنجونو د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې او د ټول قام په مرسته قابو موندلې كيدې شي۔وزير اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ په سمرقند كښ?? شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډي په موقع د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات كړې۔اپريل 2022 كښ?? د وزرات اعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس د چين سره د وزير اعظم شهباز شريف دا وړومبې ملاقات دې۔ دواړو لارښودو ترمينځه په ښه چاپيرچل كښ?? خبري اتري شوي۔د هلي په خپلو خبرو كښ?? د چين صدر وزير اعظم محمد شهباز شريف “عمليت خوښۍ او كاركردګۍ لرونكي شخصيت” وګرځولو۔ ده ووئيل وزير اعظم د “چين پاكستان ملګرتيا لپاره عزم ” لرونكې لاښود دې۔دواړو لارښودو د دوه ??ړخ??زه اړيكو د ټولو ??ړخ??نو جاج واخست او شريكي خوښي په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزير اعظم صدر شي جن پنګ او د چين كميونسټ ګوند لپاره رارواني 20مي سي پي سي قامي كانګريس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې شنګھائي مرستي تنظيم خپل شريك وژن او شريك اقدار له سيمه ايزي مرستي او يووالي كوټلي عملي منصوبو كښ?? مخ په وړاندې تللو يو ښه فورم وركړې۔چين پاكستان كوټلي دوه ??ړخ??زه اړيكو ذكر كولو سره وزير اعظم په دې خبره زور راوړو چې مونږ په هره موقع آزمائلي شوي تذويراتي شراكت داري ’آل ويدر اسټريټجك كوآپريټو ??ارټنرشپ او قوي ورورولي په هر سخت وخت كښ?? مقابله كړي۔ ده دوه ??ړخ??زه اړيكو لا قوي كولو له د خپل ذاتي عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم د پاكستان سيلاب ځپليو په ښه ډول په مرسته كولو د صدر شي جن پنګ،چين حكومت او اولس مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان د چين د تولو حلقو د ??ړخ?? په همدردۍ او حمايت مننه كوي او دا زمونږ د منفرد ملګرتيا حقيقي عكاس دې۔ده صدر شي جن پنګ سره په ساتھ 5 ستمبر 2022 سيچوان صوبه كښ?? د راغلي زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندوني سره ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د دې قدرتي آفت په مهال د چين سره ولاړ دې۔ وزيراعظم صدر شي جن پنګ د پاكستان د كوټلي پرمختګ ، صنعتي پرمختګ ، زرعي جدت او سيمه ايزو رابطو لپاره د خپل حكومت د پاليسيو څخه خبر كړو۔وزيراعظم د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ د سي پيك مثبت اثرات وستائل۔ده د سي پيك پرمختګ لپاره د خپل حكومت د عزم خپلې وكړو۔ دواړو لارښودو د ايم ايل ون ريلوے پروجيكټ فريم ورك لوظنامې په پروټوكول د لاس ليك هركلے وكړو۔وزيراعظم تائيوان، تبت، سنكيانګ او هانګ كانګ پشمول بنيادي ګټو ??ه ټولو مسئلو د پاكستان د چين سره مستقل او غير متزلزل حمايت پخلې وكړو۔ده د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا ، ايف اے ټي ايف، قامي پرمختګ ، كوويډ 19 وبائي رنز او په نورو څانګو كښ?? په مرسته كولو د چين حكومت مننه وكړه۔وزير اعظم په نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندوني سره ووئيل موسمي بدلون ، وبائي رنځونو او زيات شوې عدم مساوات په چيلخجونو د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې او ټولو قامونو په مرسته قابو موندلې كيدې شي۔ده صدر شي وژنري بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو او ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو ستائنه وكړه۔وزيراعظم د هند په تسلط كښ?? مقبوضه جمو او كشمير كښ?? د بشري حقونو په خراب صورتحال رڼا اچولو سره جمو او كشمير په شخړه د چين په اصولي موقف مننه وكړه۔دواړه لارښودو اوسنيو كښ?? شريك سباؤن لپاره د پاك چين كميونټي جوړولو د عزم پخلې وكړو۔وزيراعظم صدر شي جن پنګ له د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل د پاكستان اولس د هغه تود هركلي كولو ته سترګي په لاره دي۔د دورې بلنه قبلولو سره صدر شي ووئيل ډير زر د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې ته سترګي په لاره يو۔