اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئېلي دي چې د سې??اب ځپليو د مرستې او بحالۍ لپاره هڅې روانې دي او مونږ به د اولس او انتظامي ادارو مرستې سره د ځپليو زر تر زره بحالۍ كښې كامياب شؤ۔هغه سكهر ك??شنر هاؤس كښې د سې??اب ځپليو كسانو بحالۍ لپاره د مهمې غونډې نه پس خبريالانو سره خبرې كولې۔په غونډه كښې اېم پي اے سيد اويس قادر٬اېم اېن اے نفيسه شاه٬اېم اېن اے نعمان اسلام شېخ٬ايم اېن اے پير فضل شاه٬د سكهر ك??شنر او ډپټي كمشنر او نور مشرانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير سيد خورشيد شاه خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې ټول هېواد د اوسني بارانونو له امله ځپلې شوې خو سندھ تر ټولو زيات ځپلې شوې٬او د سې??اب او بارانونو دلاسه د لكھونو په شمېر خلك نه يوازې بې ??ور?? شوي بلكې هغوي د خپل مال٬څاروو٬تيارو فصلونو او اثاثه جات څخه هم محرومه شوي دي۔ده ووئيل چې د مالي زيان نه علاوه د قيمتي ځانونو زيان هم شوې۔وفاقي وزير ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومت او ځايې انتظاميه د ځپليو مرس??ې لپاره هڅې كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې د سې??اب ځپليو مرس??ې لپاره د قوم جذبه د ستائنې وړ ده او د دې جذبې په سبب مونږ په ټولو ستونزو قابو موندلو سره بېرته خوشحال ژوند پلو راتلې شؤ۔