اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزي??ې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي پارلمان د هېواد تر ټولو لوي ليوينګ انډس اقدام منظوري وركړې ٬ مقصد ئې د تهذيبونو مركز د ا??اسين درياب حفاظت كول دي كوم چې د ماحولياتي انحطاط او د بشري هلو ځلو له امله سختو خطرو سره مخ دے۔ د زيارت په ??رځ د موسمياتي بدلون سېكرټري آصف حېدر شاہ سره په ګډه ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزيرې د منصوبې خدوخال رامخې ته كړل كوم چې د تعليم پوهانو٬٬ شتراكتدارو او صوبائي حكومتونو سره په بشپړ مشاورت جوړ كړې شوي۔ سېنېټر شېري رحمان ووئيل اباسين د شمال نه تر سوئيل پخپله خوا اوشا كښې زراعت او آبادۍ پالي٬ مونږ له به د فطرت او همكارۍ سره پرمختګ باوري كول وي د فطرت په ضد نه ۔ دې ووئيل ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون سره د ا??اسين په اړه په تفصيلي رپورټ جوړولو كښې مرسته كړې دغسې چې د يو فعاله درياب او د دغې تحفظ او بحالۍ لپاره په سوچ لائحه وضع كړې شي۔ وفاقي وزېرې په دې خبره زور رواړو چې د ا??اسين نوعيت٬ ټپوګرامي او حياتياتي تنوع دې څخه تېرېدونكې ه??ې سيمې سره بدلېږي۔ دې ووئيل آبي انواع په خطر كښې دي او تر ټولو زيات خطر درياب سره اوسېدونكو انسانانو ته پیښ دے٬ مونږ له به د ا??اسين د قدرتي لارو بحالۍ لپاره طريقې لټول وي٬ د ليونګ انډس انيشيټو وضاحت كولو سره وفاقي وزيرې ووئيل د دې له مخې په 25 ابتدائي مداخل ته پام ګرځولې شي كومې چې ترجيحي څانګې دي۔ وفاقي وزيرې د كليدي 25 مداخلو وضاحت كولو كښې ووئيل دا منصوبه به د هېواد په طول او عرض كښې كار كوي٬ نجي څانګې ته به د مالي وسائلو كمي په سبب مالي مرستې ته اړتيا وي٬ زمونږ ټول فنډز د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره انساني مرستې پلو ګرځولے شوے ٬ چې پكښې د موسمياتي موافقت او لچك فنډز هم منتقل كړے شوے ۔ دې ووئيل په فطرت آډانه لچکدار زراعت، كوز سندھ كښې په نمكيات قابو موندل، د انډس ډيلټا تحفظ، صنعتي اوبو څخه د ا??اسين ساتنه، ګرين انفراسټرکچر او زميكيز ريچارج، د زمكې لاندې د اوبو انتظام، يو لك كميونټي بانډز، ليوينګ انډس نالج پليټ فارم، انډس ټرسټ فنډ، کلائميټ نيچر پرفارمنس بانډز، ګرين انډس لپاره سوشل انټرپرينيورشپ، د ا??اسين په غاړه پلاسټک ويسټ سټيز، د درياب په غاړه د ښاريو ځنګلونه٬ انډس پروټيکشن اېکټ، د انډس بيډز تحفظ، په سندھ طاس كښې د حياتياتي تنوع پرمختګ،د ا??اسين کميونټي سېلګري٬ د ا??اسين ورثه٬ سائټس، د پراخه شوې GLOF II، پرما کلچر ته وده وركول او نور شامل دي۔ دې ووئيل دا اقدام د صوبو پشمول د ټولو حكومتونو دے ځكه چې دا منصوبې به په صوبو كښې پېل كولې شي۔ د دې نه علاوه په دې اقدام كښې هر يو كس د وګړي په حېث ګډون كولې شي او صوبې به د درياب تحفظ له مرست?? كوي