اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د نومبر په اولنۍ او دويمه نېټه ?? چين دوره كوي٬ وزيراعظم ته د دې دورې بلنه د عوامي جمهوريه چين ري??ست كونسل وزيراعظم لي كيچيانګ وركړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روان كال اپرېل مياشت كښې د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم شهباز شريف ?? چين اولنۍ دوره ده ٬ وزیر اعظم د تېرې ستمبر مياشتې په 16 مه نېټه په ازبكستان كښې ?? چين صدر شي جن پنګ سره هم ملاقات كړے وو۔ ?? چين د كميونسټ پارتۍ تاريخي 20 مې نېشنل كانګرېس غونډې څخه وروستو وزيراعظم ?? چين دوره كوؤنكو اولنيو لارښودو كښې شامل دے۔ وزيراعظم به ?? چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات او وزيراعظم لي كيچيانګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د وزیر اعظم شهباز شریف د دورې په مهال به فريقېن د دوه اVخيزه ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي او په سيمه ايز او نړيوال پېش رفت به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په دې دوره كښې د مفاهمت د يو شمېر لوظنامو لاس ليك كېدو امكان دے۔ بلخوا هيله ده چې په دې مهال په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډه مخ په وړاندې ??وت??ې شي او د سي پېك جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ د اكتوبر په 27 مه نېټه د شوې غونډې په تناظر كښې په سي پېك منصوبه د مرستې رفتار مستحكم كړے شي۔