اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره په پاكستان كښې د عراف سف??ر حامد لفتا د زيارت په ورځ ملاقات كړې چې پكښې دواړو ډلو په دوه ارخيزه اړيكو او پاكستاني زائرين په خاص توګه په عراق كښې ګير شوې زائرينو په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير ساجد حسېن طوري د عراق په بېلو زندانونو كښې په معمولي جرمونو او د دستاويزات د كمي له امله قيد پاكستانيانو معامله هم پورته كړه او هغوي د زر خوشې كولو غوښتنه وكړه۔د عراق سف??ر وفاقي وزير ته د حج پالېسۍ ته د حتمي شكل وركولو او پاكستاني افرادي قوت عراق برآمد كولو لپاره په فرورۍ كښې د عراق دورې كولو باضابطه بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړه۔دواړو د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه او د دواړ?? وروڼو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو هيله څرګنده كړه