اسلام آباد۔11جنوری (اے پی پی) نړيوال بانك په مالي كال 2023 كښې د پاكستان په مجموعي ??وم?? پېداوار (جي ډي پي) كښې د 2 فيصده نمو پېشګوئي كړې ده۔ دا خبره ?? نړيوال بانك لخوا په جاري كړې شوي نړيوالې اقتصادي منظرنامه كښې شوې ده۔ دې څخه وړاندې په اكتوبر كښې نړيواله بانك په خپلو جائزو كښې په جي ډي پي كښې د دوه فيصده نمو پېشګوئي كړې وه۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې د پاكستان معيشت ستونزو سره مخ دې٬ د زرمبادله پنګې كمې دي٬ مالي خساره ??و د تېر كال سېلاب د لاسه ستونزې لا سوا شوي دي۔ د تېر كال بارانونو او سېلابونو دلاسه كركيلې ٬ بنيادي اډانې او لائيو سټاك ته زيات زيان رسېدلے دے٬ كركيله د پاكستان د مجموعي پېداوار 23 فیصده او د روزګار په آسانيو وركولو كښې 37 فيصده څخه زياته ده۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي چې جون څخه تر دسمبر مياشتې د امريكائي ډالر په مقابله كښې د پاكستاني كرنسۍ په قدر كښې 14 فيصده كمې شوې۔ صارفين?? لپاره ?? بنيادي شيانو په بيعو كښې ګراني د دسمبر په مهال په كلن بنياد د 24.5 فیصد كچې ته ورسېده۔ رپورټ كښې وئيلې شوي چې د راغلي اوسني سېبلاب د لاسه د پاكستان د مجموعي ??وم?? پېداوار (جی ډی پی) 4.8 فیصده زيان شوے دے??