سیالکوټ 29 جن??ري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د هېواد د معاشی تباهۍ ذمه وار عمران خان دې ، خ??ائ?? مه كړه ګه څه پېښه وشوه نو د هغې ذمه وار به ع??ران خان وي،د عمران خان په آصف علی زرداری بے بنسټه او د دروغو تورونو لګولو سخته غندنه كوو ځكه چې پاکستان پیپلز ګوند هغه ګوند دې كوم چې ترهه ګرغ په ضد جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړې دي او تر دې چې بی بی شهیده هم د ترهه ګرۍ په جنګ كښې شهيده كړې شوي،د شهادتونو باوجود پاکستان پیپلز ګوند د تشدد لاره نه ده خپله كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يو خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل د عمران خان په پخواني صدر آصف علی زرداری بے بنسټه تورونو سره سیاست كښې د اړي ګړي اندېښنه ده او خ??ائ?? مه كړه كه داسې څه وشو نو د هغې ټوله ذمه واري به په ع??ران خان لګولې شي۔ده ووئيل په آصف علی زرداری تورونه لګولو سره ع??ران خان په هېواد كښې انتشار خپرول غواړي، عمران خان د بیان سره د پیپلز ګوند لیډر شپ ته خطر رامخې ته كيدې شي،د عمران خان په سیاست كښې استعمال شوي تر اوسه ټول کارډز فیل ??وې دي او اوس چې هغه كوم نوي لاره خپله كړي په هغې كښې به هم ناکامه كېږي ځكه چې دغه تن عمر له دروغ وائي۔ده ووئيل د عمران خان په قول وا فعل كښې ښكاره تضاد دې،هغه كله څه او كله څه وائي،د عمران خان په كوم هم خبره باور نه شي كيدلې۔