اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) په ا??سټ?? ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد كښې ”د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې سيمينار وشو۔ سيمينار كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزير??عظ?? خاص مرستيال نوابزاده افتخار احمد د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ اېډيشنل سېكتر او د خارجه دفتر وياندې سيمينار ته خطاب وكړو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې خاص مېلما نوابزادہ افتخار احمد خان په پاكستاني اولس زور راوړو چې هغوي دې د كشميري اولس د حقونو بشپړه ملاتړ روان وساتي۔ ده ووئيل قائد ??عظ?? محمد علي جناح كشمير ته د پاكستان رګ وئيلې وو۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې حكومت به د كشمير مسئله په هر فورم پورته كوي۔ سيمينار د ا??سټ?? ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد ډي جي سهېل محمود خپل خطاب كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل هند په مقبوضه سيمه كښې غېر قانوني اقدامات كولو سره د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جېنوا كنونشن خلاف ورزي كوي۔ سيمينار ته خپله وېنا كښې د خارجه دفتر وياندې زهرا بلوچ ووئيل هند څنګه د كشميري اولس د رائې حق كارولو څخه د محروم ساتلو ٬ د دوئي د غږ غلې كولو ٬ د غلطو معلوماتو خپرولو او د بدناولو څلور اړخيزه تكلاره ??ضع?? كړې ده۔ دې ووئيل هند بايد د 5 اګست 2019 خپل غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه بېرته واخلي۔ دې د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كول?? پورې د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ د ورلډ فورم فار پیس اېنډ جسټس چیئرمین ډاکټر غلام نبی فائی په پرله پسې ملاتړ٬ خواخوږۍ څرګندولو او دعاګانو كولو د پاكستاني اولس مننه وكړه۔ ده په نړيواله ورورلۍ او د ملګرو ملتونو په عمومي سېكتر زور راوړو چې هغه دې امن په ځائې كولو سره سره د ملګرتيا ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په سيمينار كښې اعلی چارواكو ٬ د زده كړ?? پوهانو ٬ زده كوؤنكو ٬ د سول سوسائټۍ غړ?? او سفارتي استازو ګډون وكړو۔