کراچۍ۔6فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو قامي ورثې او كلتور سلاكار امير مقام وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د قابو موندلو لوظ لري۔ دا خب??ه ده په اردو لغت بورډ كراچۍ كښې دميډيا نمائندګانو سره خب??و كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې ده د ادارې په باغيچه كښې بوټې نال كړو او د اردو لغت بورډ ٬ كراچۍ د بيا رن?? روغن شوې ودانۍ پرانسته يۍ وكړه۔ ده د ودانۍ د بېلو برخو جاج واخست۔ اميرمقام ووئيل د اوسنۍ چاؤدنې څخه وروستو په پېښور كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېپكس كمېټۍ غونډه وشوه٬ غونډه كښې ټولو اسټېك هو??ډر?? ګډون وكړو۔ ده ووئيل د اے پي اېس څخه وروستو چې زمونږ كوم عزم وو نن هم دغه عزم موجودے دے۔ ده ووئيل هېواد به د امن مركز جوړو۔ وزیراعظم د قائد ښار كراچۍ په اړه خپلو خب??و كښې ووئيل کراچۍ د هېواد معاشي حب دے ٬ د دې ښار چل??دو سره د ګرد هېواد چلېدل تړلي دي۔ ده ووئيل پخوا د دې ښار حالت ډېر ناوړه وو ۔ وزيراعظم نواز شريف په دې ښار كښې امن په ځائې كولو له د كار كولو پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې يۍ د ښار امن او رڼاګانې بحال شوې۔ امير مقام ووئيل نواز شريف په خپل دور كښې په سسټم كښې د 10 زره مېګاواټ برېښنا اضافه وكړه۔ ده ووئيل د اردو ډكشنري بورډ ودانۍ حالت ډېر ناوړه وو ٬ مونږ فنډز وركړل ٬ رن?? روغن وشو او نن يۍ پرانسته وشوه۔ ده ووئيل بلها كتابونه دلته پراته دي بايد دې څخه استفاده وكړې شي۔ دې څخه وړاندې دې مزار قائد ته لاړو او قائد مېنجمنټ بورډ كښې يۍ د میوزیم رن?? روغن په اړه د بريفنګ غونډې مشري وكړه۔ چارواكو د وزيراعظم سلاكار ته بشپړه بريفنګ وركړو۔