بیجنګ۔3اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د هېواد معاشي پرمختګ لپاره بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان مهم كردار ترسره كو??ے شي، د معیشت بحالۍ لپاره حكومت اصلاحاتي اقدامات پېل كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په چين كښې مېشته پاكستانيانو سره مذكراتي سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير د هېواد په معاشي نمو او پرمختګ كښې په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د قدر وړ مرسته ستائلو سره ووئيل تاركين وطن دې د موجوده حكومت اقتصادي بحالۍ حوالې سره پېل كړې شوې ايجنډا كښې خپله برخه واچوي۔ ده د پاكستاني مع??شت بحالۍ لپاره د حكومت د اصلاحاتي اقدام په اړه ووئيل كو?? چې مع??شت مستحكمولو له د حكومت هڅې په ډاګه كو?? او هغه برآمداتو ته ترجيح وركول ٬ ځوانان خپلواكه جوړول ٬ په ډیجیټل ټیکنالوجیز كښې د پاکستان صلاحيت ته پام ګرځولو له اي پاكستان ته وده وركول ٬ په موسمياتي بدلونونو قابو موندلو له د چاپېريال حفاظت٬ د خپل خوراك حفاظت باوري كو??٬ د توان څانګه ارزانه جوړول او د دې فوسل فيول څخه د تجديد وړ ذريعو ته منتقل كو?? ٬ د زده كړو او روغتيا د لارې په هېواد كښې مساواتو ته وده وركول او ګړندي پرمختګ له وروستې پاتې سيمې ښه كو?? دي۔ احسن اقبال ووئیل چې د پاکستان د نورو هېوادونو په مقابله كښې د وروستو پاتې كېدو اصل سبب سیاسي بې ثباتي او په اقتصادي پالیسیو كښې د تسلسل نشتوالې دې۔ اقتصادي پالیسۍ ګټورې جوړولو له لږ تر لږه د یوې لسیزې دوام ته اړتیا وي۔ ده ووئيل چې په كال 2018 كښې سي پېك د پاكستان نړيوال برانډ جوړ شوے وو او په ټوله نړۍ كښې سرمايه كارۍ لپاره پاكستان ته كتلې كېدل خو د بده مرغه 2018 څخه وروستو سي پېك متنازعه جوړ كړے شو چې له امله يۍ د پاكستان مع??شت ته سخت زيان ورسېد۔ ده ووئيل موجوده حكومت پخوانے رفتار او په پاكستان كښې د سرمايه كارو باور بحالولو له په زړه پورې هڅې كو??۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز دې تاركين وطن ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له ټول ترلاسه وسائل وكاروي او د دوئي شكايتونه دې لرې كړي۔ ده ووئيل پاكستاني تاركين وطن سره دې د وزيراعظم شهباز شريف د هداياتو له مخې خبرې اترې روانې وساتلې شي۔