اسلام آباد۔3مئی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون بر لاسۍ له د صحافت آزادۍ ته وده وركول ضروري ده ٬ موجوده حکومت او د قانون وزارت د ميډيا اړوندو مسئلو حل كولو لا عزم لري۔ د صحافت آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې ده ووئيل د قانون بر لاسي له د صحافت آزادۍ ته وده وركول ضروري ده ٬ موجوده حکومت او د قانون وزارت ميډيا سره د اړوندو ټولو مسئلو حل كولو عزم لري۔ده مېړنو ??بريالانو ??ه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ په هغو ژورنالېستانو وياړ لرو كومو چې د خپل مسووليت سرته رسولو له خپل ژوند په خطر كښې اچولے ٬ د دوي خذمات به تر ??ېر?? مودې ياد ساتلے شي۔ وفاقي وزير ووئيل آزاد صحافت جمهوريت او د قانون حاکميت لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ د كومې هم ټولنې په پرمختګ كښې د ميډيا كردار زيات مهم وي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د وروستو پاتې طبقو غږ تر حكومت رسولو كښې آزاده ميډيا مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د صحافت آزادۍ تر نامې لاندې د ناسمو او جعلي خبرونو ??پرول د صحافت او د صحافت د اصولو په ضد ??ار دے۔ ده ووئيل د ميډيا آزادي په ځاے ساتل ضروري ده٬ خبريالان بايد له هر ډول لاسوهنې پرته د خپلو کارونو ?? ترسره کولو آزادي ولري