اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د وفا??ي محتسب پرېكړه په ځائ ساتلو سره نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټيکنالوجي (نسټ) ته ځپلې زده كوٶنكي ته 11 زره 270 ډالر واجبات واپس كولو امر كړے دے٬ ځِپلي زده كوٶنكي 15 كاله وړاندې په ابتدائي پړاٶ كښې د پوهنتون سېټ پرېښودو سره په بل پوهنتون كښې داخله اخستې وه خو نسټ د فيس بېرته وركولو په ځائ ضبط كړې ٶ۔ صدر مملکت ووئيل نسټ په غېر منصفانه ډلو فيس ضبط كولو سره بدانتظامي كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ته دا معامله په كال 2022 كښې لېږلې شوې كومه چې پنځلس كاله پخواې وه۔ صدر مملکت ووئيل نسټ د وفاقي حكومت په انتظام كښې “اېجنسي” ده٬ دا كومه نجي تجارتي اداره نه ده٬ په اولسي څانګه كښې خدمت كوٶنكې اداره ده، د نسټ پراسپيکټس د قانون د يو شق د مقرر شوې حد نه تجاوز نشي كولې۔ ده ووئيل يوه پاليسي يا ضابطه كار د استحصال او د كسانو د د حقونو پحقله د پاكستان د آئين دفعات كالعدم كولې نشي، د داخلے نه اخستو باوجود د زده كوٶنكي واجبات ضبط كول د استحصال او بدديانتۍ مترادف دي۔ صدر مملکت ډاکټرعارف علوي ووئيل د حتمي داخلے په نه كېدو او نسټ ته د مالي زيان په نه كېدو زده كوٶنكې د رقم د واپسۍ مستحق دے، نسټ د بدانتظامۍ ارتکاب كړے، واجبات دې بېرته وركړې شي۔ ده ووئيل نسټ د پارلمان د اېكټ له مخې جوړ كړې شوې٬د پاكستان صدر ئې سرپرس?? اعليٰ او وزيراعظم ئې چانسلر دې، نسټ د وفاقي حکومت د لارې جوړ كړے شوے دے٬ د “اېجنسۍ” په زمره كښې نه راځي۔ صدر مملكت امر وكړو چې د ځپلي زده كوٶنكي ضبط شوې رقم دې ادا كړے شي