اسلام آباد 20 جون (اے پ?? پي) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان سويټ هومز ته ټرانسپورټ لپاره څلور وېنز عطيه كړي دي۔ د نهې په ورځ وزيراعظم د ټرانسپورټ وېنز چابيانې د پاكستان سويټ هومز مشر زمرد خان ته حواله كړې۔ په دې م??قع وزيراعظم په پاکستان سويټ هومز کېډټ کالج كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو سره خبرو كښې ووئيل چې زمرد خان چې كومې ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي لويے څښتن دے ورله اجر وركړي۔ ده كوچنيانو ته ووئيل چې محنت سره زده كړې ترلاسه كړۍ او د قام عظيم معمار جوړ شئ٬ تاسو د پاكستان سباٶن يۍ۔ په دې م??قع زمرد خان د وزيراعظم مننه وكړه۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله خان او د مسلم ليګ نون نور مشران هم په دې م??قع موجود وو۔ د وزيراعظم لخوا چې پاکستان سويټ هومز ته كوم څلور ګاډي عطيه كړې شوې دي د ھغې ماليت 6 كروړه 20 لكه روپۍ دې۔ وزيراعظم په دې م??قع كوچنيانو سره په وېن كښې سفر كولو سره د كوچنيانو ډاډګيرنه وكړه۔ ده كوچنيانو ته ووئيل چې ھغوي دې تعليم ترلاسه كولو سره د قام او هېواد خدمت وكړي٬ انجينئرز، ډاکټرز، سائنس دان، زرعي او د آئي ټي پوهان جوړ شۍ او د پاكستان خدمت وكړئ۔ ده ووئيل مونږ ټولو له په ګډه پاكستان په صحيح معنو كښې د قائد پاكستان جوړول د??۔ په دې م??قع د كوچنيانو ??وش??الي د ليدو وه دوئي د پاكستان او وزيراعظم زندہ باد نعرې پورته كړې