اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د موسمياتو څانګې وئيلي دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د بارانونو دا لړۍ به څو ورځې دغسې روانه وي چې له امله يۍ په كوزو سيمو كښې د سېلاب راتللو او د خاورو كمرو ل??ېدلو اندېښنه ده۔ د شورو په ورځ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشنز سنټر( اېن اي او سي) په غونډه كښې د موسمياتو څانګې چارواكو د 19 نه تر 24م جولائي د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د بارانونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د غونډې مشري د اېن ډي اېم اے غړي وكړه او د پاكستان د وسله والو ځواكونو٬ د موسمياتو څانګې، د فلډ فورکاسټنګ ډويژن (پي اېم ډي)، صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټ??ز، جي بي ډي اېم اے، اېس ډي اېم اے، ډيم اتھارټ??ز، د اوبه خور صوبائي څانګې٬ د اسلام آباد اېډمنسټرېشن، سپارکو او د رېسکيو 1122 پشمول نورو اړوند څانګو هم په غونډه كښې ګډون كړې۔ په غونډه كښې د ټولو څانګو لخ??ا د بارانونو د اوسنۍ لړۍ په مهال په بېلا بېلو سيمو كښې د دې د ممكنه اثراتو او رېسكيو تيارو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ د ډېم اتھارټيز وو??يل په منګلا، تربېلا او سملي ډېم كښې اوبه في الحال نارمل دي٬ د جي بي ډي اېم اے او د اېسں ډي اېم اے نمائندګانو وو??يل د بارانونو په مهال ټولې لارې كليئر كولو ل??اره مشينري او عمله بېلا بېلو سيمو كښې موجود ده او د اېمرجنسي صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دي۔