اسلام آباد07 اګست(اے پی پی)پاكستان او عمان د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي تكرارولو سره د تجارت٬ دفاع او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ ص??ر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د عمان وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف وائس اېډمرل عبدالله بن خميس الرئيسي ملاقات وكړو۔ ص??ر مملكت عبد الله بن خميس او ده سره راغلي پلاوي ته هركلي وئيلي سره ووئيل پاكستان عمان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ دواړه هېوادونه په نړيوال فورمز په بېلو مسئلو د يو بل ملاتړ كوي٬ ص??ر مملكت ووئيل چې د پاكستان د معيشت په بېلو څانګو كښې په خاص توګه كركيله كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود د??٬د كركيلې په څانګه كښې مرسته د د??اړو هېوادونو غذائي تحفظ ضروريات لپاره ډېره مهمه ده۔ ص??ر مملكت پلاوې په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال نه هم خبر كړو۔ ده كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د عمان د مشرتابه مننه وكړه۔ په دې موقع وائس اېډمرل عبدالله بن خميس الرئيسي ووئيل چې د پاكستان او عم??ن ترمينځه بېلو څانګو كښې همكاري لا سوا كېدې شي۔ ده ص??ر مملكت ته د عمان مشرتابه لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ د عمان د وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف تېره ورځ په رامخې ته شوي ټرين پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څ??ګن??ونه هم وكړه۔