اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) په انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز اسلام آباد (آی اېس اېس آئي) كښې د “اسيان کارنر” پرانسته نن د ګل په ورځ د بهرنیو چارو نګران وفاقي وزیر جليل عباس جېلاني او د آسيان هېوادونو سفيران كوي۔ د پرانستې نه وروسته به يوه ګردي مېز مباحثه هم كولې شي چې سرخط يۍ “فورجینګ پارټنرشپس: د پاک- آسيان اړيكو د سباؤن لټون” ټاكلے شوے دے۔ د دستورې اهتمام د آئي اېس اېس چائنه پاكس??ان اسټډي سنټر (سي پي اېس سي) كړے دے۔ په آئي اېس اېس آئي كښې د آسيان كارنر جوړېدل به د آسيان هېوادونو حوالې سره خبرتيا ٬ په منطقه او نړۍ كښې د دې كردار ٬ مقام او مطابقت په ډاګه كړي۔ د روان كال جنورۍ مياشت كښې په اسلام آباد كښې د آئي اېس اېس آئي او آسيان كمېټۍ ترمينځه موافقت وكړے شو۔ دا اقدام د پاكس??ان او آسيان ترمينځه د نزدې همكارۍ جوړولو هڅو برخه ده۔ د آسيا او پاكس??ان ترمينځه پخوانۍ او مخ په زياتېدونكې اړيكي دي كومې چې په اقتصادي همكارۍ او د سيمه ايز استحكام په ستنو اډانه دي۔ د سوئيلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د پل په توګه د پاکس??ان ستراتیژیک موقعیت په بین المللي سوداګرۍ او اتصال باندې د آسيان تمرکز بشپړوي۔ د دې تر څنګ د پاکس??ان او آسیان هېوادونو ترمنځ دوه ا??خیزې همکارۍ په بېلابېلو برخو کې پراخه شوې دي چې په کښې صنعت، پانګونه، کرنې، تعلیم، ساینس او ټکنالوژي، سېلګري٬ د ترهګرۍ په ضد هڅې، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز امنیت شامل دي۔