اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې مالي خود انحصا??ۍ له وده وركولو ??پاره د تګ لارې جوړولو او د بي آئي اېس پي ډيټا بېس ټارګټډ سبسډيز لپاره د كارولو ??دايت كولو سره وئيلي دي د بېنظير انکم سپورټ پروګرام بينيفشريز لپاره د مارکيټ ضرورتونو له مخې تکنيکي تربيه وركولو سره به اهل خلق ??خپلو ??ښو د اودرېدو جوګه شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بي آئي اېس پي پحقله د جاج اغستو غونډه شوې٬ په غونده كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاکټر امجد ثاقب، د تخفيف غربت وزارت سېكرتري يوسف خان او نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د پروګرام تر اوسه د نتيجو او د سباٶن لائحه عمل پحقله ووئيل شول۔ غونډې ته ووئيل شول بينظير انکم سپورټ پروګرام څخه ګرد هېواد كښې نزدې يو كروړ كورنۍ او 6 لكه كسان مستفيد كېږي او د سږني كال پروګرام لپاره مجموعي بجټ 471 ارب روپے دے۔ وزيراعظم د بينظير انکم سپورټ پروګرام له مخې د مستحقو كورنيو د معاونت پروګرام د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بينظير انکم سپورټ پروګرام نتيجې ډېرې خوشبينه دي خو د پاكستان تل پاتې سباٶن د اولس مالي خودانصحارۍ سره تړلے دے٬ په دې لړ كښې وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې د مالي خود انحصاري ودې لپاره د لائحې جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې بينظير انکم سپورټ پروګرام دې ځائي خېراتي او فلاحي تنظيمونو سره پارټنرشپ وكړي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان رياست به د بې وسه طبقو هر ډول ممكنه مرسته كوي دغسې چې ھغوي يو پر اميد ژوند تېر كړے شي۔