اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) د نګران حكومت ګټورو اقداماتو په نتيجه كښې د يو شمېر چېلنجونو باوجود پاكستان په معاشي پرمختګ كښې كامياب شوے ٬ په ګرده نړۍ كښې پاكستان د نړۍ تر ټولو ارزان هېواد ګرځولے شوے دے۔ د نهې په ورځ د ورلډ آف سټېټكس لخوا د جاري شوي ر??ورټ له مخې پاکستان كښې د ځايي وګړو د څيزونو اغستو قوت پاكستان د نړۍ تر ټولو زيات ارزان هېواد ګرځوي۔ په پاكستان كښې د معاشي ستونزو باوجود د ژوند په زړه پورې آسانۍ موجود د??۔ له دې كبله د يو شمېر اقتصادي او سياسي چېلنجونو باوجود هېواد په معاشي توګه پرمختګ كولو كښې كاميابۍ ترلاسه كوي۔ رپورټ له مخې د نړۍ تر ټولو ارزانو هېوادونو په فهرست كښې پاكستان په اولني ٬ مص?? دوهم ٬ هند درېم ٬ نائجيريا څلورم ٬ ليبيا پنځم ٬ سوريه شپږم ٬ نيپال اووم ٬ بنګله دېش اتم ٬ ازبكستان نهم او تركيه به لسم لمبر ارزان هېوادونه دي