اسلام آباد 24اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د نړيوال پارليمنټرين کانګرېس (آئي پي سي) پلاوي د شورو په ورځ ليدلي۔ د قان??ن وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ پلاوي د آئي پي سي صدر عبدالرحيم مايا په مشرۍ كښې وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې ع??ومي سېكتره ستارہ اياز، اسسټنټ دوهم سېكتر اجلال علي خان او دوهم سپيكر اردن هم شامل وو۔ په ملاقات كښې د آئي پي سي پلاوي د قان??ن وزير د تنظيم كار او مشن په اړه خبرولو كښې ووئيل آئي پي سي يو نړيوال پلېټ فارم دے كوم چې په نړيوالو او سيمه ايزو چېلنجونو د شريكې مرستې د لارې مخنيوي لپاره ګرده نړۍ كښې د قامي پارلمانونو انفرادي غړي يو موټې كوي۔ پلاوي د آئي پي سي د بشري حقونو د كمېټو په جوړولو هم د خيالاتو څ??ګندونه وكړه۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د آئي پي سي په غړيتوب كښې زياتوالے او ګرده نړۍ كښې د پارلماني غړو شريكو كلتوري تبادلو ته وده وركولو له د هلو ځلو او د بشري حقونو په اړھ د مهمو مسئلو په حل كولو كښې د تنظيم د كردار ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ته د آئي پي سي د صدر لخوا په دې موقع په روډ فېفټي يو رپورټ هم وړاندې كړو۔