اسلام آباد 09 مئی(اے پی پی)پاكستان په غزه كښې د روان اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي مقبوضه فلسطين سيمه كښې د ماشومانو او مېرمنو پشمول بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې په رفح كراسنګ بريد او ?? محاصرې غندنه كولو سره وو??ېل اسرائيل له د نړيوال بشري قانون پاسداري كول پكار ده ۔اسرائيل په خپلو تازه ??ار??ائيو ثابته كړې چې هغوي د نړيوالو بشري حقونو او قوانين خلاف ورزي او په غزه كښې د نسل كشۍ ارتكاب كوي۔دې سمدستي جنګ بندۍ٬د غزه محاصرې ختمولو او د غزه ګيرو شوو خلقو لپاره پرله پسې بشري مرستې ته د رسنې په وركولو زور راوړو ۔د خارجه دفتر وياندې وو??يل د څو مياشتو راهسې په فلسطينيانو د اسرائيل جارحيت روان دے٬په فلسطينيانو ظلم او ستم ختمول پكار دي او نړيوالو ادارو له په فلسطينيانو د جاري بربريت په ضد ??ار??ائي پكار ده۔وياندې وو??يل پاكستان په نړيواله كچه او فورمز په غزه كښې د روان ظلم او په غزه كښې په ماشومانو او مېرمنو د ظلم غندنه كړې۔دې د پاكستان د هغه اصولي دريځ يو ځل بيا پخلے وكړو چې پكښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړيز جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميريانو ورونړو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے شي۔دې وو??يل كشمير يوه نړيواله مسئله ده كومه چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كول پكار دي۔وياندې ګھیمبیا كښې د اسلامي مرستې تنظيم مشرانو غونډې په اعلاميه كښې د جمو كشمير شخړې په اړه د او آئي سي دريځ ستائېلو سره وو??ېل غونډې د كشميريانو د حق خود اراديت بشپړ ملاتړ كړے۔