روم۔5جون(اے پی پی) د كورنيو چارو چارو او د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير محسن نقوي او د سمندر پورې پاكستاني??نو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن د اطاليا داخله وزير میټیو پینټے ډوسی سره ??لا??ات كړے۔ د اطالوي داخله وزارت ته د راتللو په مهال اعلی چارواكو وفاقي وزير??نو ته تود هركلے اووې۔ په ??لا??ات كښې د غېر قانوني امېګرېشن او د بشري قاچاق مخنيوي لپاره د ګډې په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نشائي توكو مخنيوي او د پولې امنيت سره په اړونده مرسته هم بشپړه خبرې وشوې۔ په ??لا??ات كښې د غیر قانوني تارکین وطن او د بشري قاچاق په ضد په فعاله تګلاره موافقت هم وكړے شو۔ د نشائي توكو مخنيوي او د پولې امنيت لپاره به په ګډه ګامونه پورته كولې شي۔ په ??لا??ات كښې په ګډه د نزدې کوآرډینېشن ل??ندې د كار كولو پرېكړه وكړې شوه۔ د نشائي توكو او د بشري قاچاق مخنيوي لپاره د اطاليا لخوا ?? پاكستانۍ پولې محفوظو جوړولو له په مرسته غور وكړے شو۔ اطالوي ډله به په دې لړ كښې ډېر زر ?? پاكستان دوره وكړي۔ داخله وزير محسن نقوی په اطاليا كښې د 146 پاکست??نو بندي??نو په اړه خبره وكړه۔ ده د 42 پاکست??نو بندي??نو پاكستان ته د سپارلو غوښتنه هم وكړه۔ داخله وزير خپل اطالوي همڅنګ ته ?? پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔ ده ووئيل مضبوطه همكاري به د بشري قاچاق او نشائي توكو مخنيوي او د پولې امنيت له مرستياله ثابت شي۔ ده زياته كړه چې په غېر قانوني توګه اطاليه ته د تلونكو پاكستاني??نو او د نشائي توكو مخه نيولو له به په هره كچه ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د بشري قاچاق او ډرګ مافيا په ضد مو زیرو ڼالرنس پاليسي اختيار كړې۔ وفاقی وزیر چودھري سالک حسین ووئيل اطاليا ?? پاكستان هنرمند افرادي قوت څخه بشپړه ګته پورته كولې شي۔ ده ووئيل اطاليا به پاكستان سره د هنرمند افرادي قوت ځنډولې شوې لوظنامې ته ډېر زر حتمي شكل وركړي دغسې چې د غیر قانونی امېګرنټس مخه ونيولې شي۔ اطالوی وزیر د بشري قاچاق او د نشائي توكو مخنيوي له د وفاقي وزير محسن نقوي د ګامونو ستائنه وكړه۔ ده په دې لړ كښې د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور هم وركړو۔ په دې موقع په اطاليه كښې ?? پاكستان سفير علي جاوېد او د اطاليه د داخله وزارت اعلی چارواكي هم موجود وو