اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد څخه د پو??يو خاتمې پوخ عزم پخلي كولو سره وئېلي دي د پو??يو خاتمې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬پوليو وركرز ته تحفظ وركولو لپاره به رياست ټول وسائل كاروي٬د پو??يو خاتمې لپاره به د كېدونكو هڅو په ذاتي توګه څارنه كوم۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ګ??ټس فاؤنډېشن مشر بل ګيټس د ګ?? په ورځ ملاقات وكړو ??بل ګيټس د وزيراعظم محمد شهباز شريف په بلنه د پاكستان دوره كوي۔وزيراعظم د نړيوال اقتصادي فورم سږ كال رياض كښې د شوې غونډې په موقع بل ګيټس سره د خپل ملاقات په مهال هغه ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې وه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف بل ګيټس د معاشي استحكام ترلاسه كولو لپاره د ډيجيټل مالياتي خذمات كښې مهم پېشرفت٬تر روغتيا آسانيو رسنه كښې ښه والې٬د موسمياتي بدلون په اړه موافقت او د پو??يو خاتمې حكومتي هڅو په اړه خبر كړو ۔وزيراعظم معيشت ډيجيټائز كولو په اړه د پاكستان حكومت اقدامات لپاره د ګ??ټس فاؤنډېشن د قدر وړ ملاتړ وستائېلو ۔ده ووئيل د ټولې حكومتي ډهانچې يو ډيجيټلائزډ ايكو سسټم په نتيجه كښې به محصولات كښې اضافه وشي كوم څخه به چې ګورننسكښې ښه والي له مرسته ترلاسه شي او حكومت به د اولسي خېرښېګړې په سكيمونو د زيات مصرف كولو جوګه شي۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان حكومت او ګيټس فاؤنډېشن ډېر اهداف لري چې پكښې صنفي فرق خت??ول٬تر روغتيا آسانيو رسنه كښې اضافه٬غذائي تحفظ ښه كوول٬موسمياتي بدلون په اړه موافقت او مالياتي شموليت شامل دې۔وزيراعظم ووئيل د هېواد څخه د پو??يو تر بشپړه خاتمې به په دې اړه په قومي كچه روانو هڅو پخپله څارنه كوم??بل ګيټس د هېواد څخه د پو??يو خاتمې په اړه په پرله پسې مينه او ذاتي خوښۍ د وزيراعظم مننه وكړه۔ده دا باور هم څرګند كړو چې پرله پسې ويكسينيشن او د حكومت كلك عزم سره به د پو??يو خاتمې كمپائن كښې ښه والے راشي۔دغسې بل ګيټس د ډيټا سائنس ټولز او ډيجيټل ټېكنالوجي د پاكستانيانو ژوند ښه كولو لپاره مهم وسائل وګرځول۔دواړو ډلو نه يواځې د پو??يو خاتمې بلكې په ټولو صوبو كښې د روغتيا نظام قوي كولو او د ټولو پاكستانيانو په خاص توګه د مېرمنو ښېګرې او خوشحالۍ باوري كولو لپاره په ګډه كار روانه ساتلو ته اتفاق وكړو