اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيرا??ظم شهباز شريف د نړيوال كرېډټ رېټنګ اېجنسۍ “فچ” لخوا د پاكستان ريټنګ ټرپل سي پلس كولو هركلي سره وئيلي دي د رياست په خاطر د سياست قربانولو مېوه نن د معاشي بهترۍ په صورت هېواد او قام ته تر لاس?? كېږي، د پاکستان نړيوال ريټنګ ټرپل سي پلس كېدل د سمو معاشي پاليسيو نړيوال اعتراف دے، د خزانې وزير محمد اورنګزيب او د مالياتي ډلې خوارۍ او هڅې د ستائنې وړ دي۔ د ګل په ورځ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيرا??ظم ووئيل د رياست په خاطر د سياست قربانولو مېوه نن د معاشي بهترۍ په صورت هېواد او قام ته تر لاس?? كېږي٬ د پاکستان نړيوال ريټنګ ټرپل سي پلس كېدل د سمو معاشي پاليسيو نړيوال اعتراف دے۔ وزيرا??ظم ووئيل د معاشي اصلاحاتو په تګلاره شپه او ورځ كار كېږي٬ د دې خواږه اولس ته رسولو سره به په قلار?? كېښنو، د فچ او نورو نړيوالو مالياتي دافو رپورټس د پاکستان د معاشي بهترۍ پحقله مهم دي۔ وزيرا??ظم ووئيل د پاكستان د معاشي بهترۍ په لاره كښې به نور محنت او ولولې سره مخ په وړاندې ځو٬ هيله لرو چې د آئي اېم اېف نوي پروګرام سره به د پاکستان معاشي بهتر?? او هلې ځلې لا زياتې شي۔ وزيرا??ظم ووئيل د سېټېټ بېنك لخوا په شرح سود كښې د يو فيصد نور كمي اعلان هم د معاشي بهترۍ يوه بله څېره ده، د سود شرح ك??ېدو سره به په افراط زر كښې نور كمے راش?? او كا??وب??ري هلې ځلې به لا زياتې شي۔