اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د فچ لخوا د پاکستان په کريډټ ريټنګ كښې ښه والے او د سټېټ بېنك لخوا د سود شرح كښې كمے قامي معيشت پلو مهم پېشرفت دے، د پاکستان ريټنګ اپ ګريډ كولو څخه د اوپن معيشت استحکام په تل پاتي بنيادونو روانولو لپاره د حكومت د هلو ځلو او عزم عكاسي او تائيد كېږي۔ د ګل په ورځ خپلو خاص خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل نن دوه مهم پېشرفت شوي٬ د تېر مالي كال اخ??تام د اوپن معيشت استحكام په اړه په ښه ډول شوے ، مالي او د حسابات جاريه کھاتو توازن په دواړو محاذانو زمونږ كاركردګي ښه ده، چې په سبب ئې كرنسي مستحكمه ش??ه او د زرمبادله پانګې زياتې٬ افراط زر د 38 فيصد څخه په كمېدو 12.5 فيصد كچې ته راغلو ۔ ده ??وئيل آئي اېم اېف او نړيوال بېنك د پشرلي غونډو په مهال د ريټنګ ايجنسو سره زمونږ خبرې پېل شوې وې او د دغې نه ور??ستو هغوي سره زمونږ رابطه وه، په تېره اونۍ كښې زمونږ د رېتنګ دريو واړو اېجنسيو عهدېدارو سره ملاقاتونه وشول ، فچ سره زمونږ تفصيلي خبرې وشوي او د دې په نتيجه كښې فچ د پاکستان ريټنګ اپ ګريډ كړو۔ ده ??وئيل د بهرني فنانسنګ په حواله آئي اېم اېف سره لوظنامې مهم كردار لوبولے۔ ده ??وئيل د پاکستان اقتصادي اشاريې مثبت او په سم اړخ دي٬ په ريټنګ كښې بهتري تر نړيوالو منډيانو رسنې لپاره يوه لاره ده٬ په برآمدات اډانه نمو او بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره هم ريټنګ كښې بهتري ضروري ده۔ ده ??وئيل پاکستان به پانډا او يورو پانډا جاري كوي٬ مونږ هيله لرو چې د رېټنګ نورې اېجنسۍ به هم د پاكستان رېټنګ اپ ګرېډ كړي۔ ده ??وئيل په پاليسي ريټ كښې كمے راغلے او دا صنعت لپاره ښه خبر دے۔ده ??وئېل په افراط زر كښې كمي سره سره به په روان مالي كال كښې په پاليسي رېټ كښې نور كمے راشي۔