قاهرہ۔6 اګست(اے پی پی) په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال وئيلي دي پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او ??ياسي ملاتړ روان ساتي ٬ هند 5 كاله وړاندې په 5 اګست 2019 په غېر قانوني توګه د خپل تسلط ??ان??ې مق??وضه جمو وكشمير كښې خپلې نسل پرستۍ ته لا پراختيا وركړه۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مصر په پلازمينه قاهره كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د 5 اګست يوم استحصال كشمير په مناسبت سره “کشمیر د هند په ظالمانه قبضه كښې” سرخط ??ان??ې تابيا شوي يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين آرټیکل 370 او 35A په يو اړخيزه توګه منسوخ كړو۔ سفیر زياته كړه چې هندوستان خپلو ټولو لوظونو ٬ د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو ٬ نړيوالو اصولو او كنونشنز څخه سرغړونه كړې۔ په سیمینار كښې د صدر مملکت آصف علی زرداري ، وزیراعظم شهباز شریف او ??ارجه وزير اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ د مق??رينو په پېنل كښې مصري دانشوران ٬ د تعليمي ادارو ٬ ميډيا او ??ول سوسائټي نوموړي شخصيات شامل وو۔ په دستوره كښې مصري وګرو او په مصر كښې ?? مېشته پاكستانۍ كميونټي ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو۔ مق??رینو په خپل خطاب كښې په بې ګناه كشميري وګړو د هند قابضو ځواكونو د ظلمونو غندنه وكړه۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د هند لخوا د كشميري وګړو د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كړي۔ دوئي د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او ?? كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې منصفانه او ??وله ايز حل باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي