اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان د پرمختګ كنجي د ځوان كول په لاس كښې ده ٬ ځوانانو ته به مخ په وړاندې تللو له ټول وسائل ور??وؤ٬ د عصري علوم او ټېكنالوجۍ د لارې به ځوان كول د پرمختګ او سوكالۍ منزل ته ورسي٬ د بجلۍ ٬ محصولات او برآمداتو په شمول په نورو چېلنجونو قابو موندلو له هڅې كوؤ ٬ پاكستان د اسلامي نړۍ اولنۍ جوهري قوت دے ٬ نن كوم دښمن پاكستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي٬ د وخت تقاضا ده چې د هېواد پرمختګ لپاره مونږ ټول خپل كردار ترسره كړؤ٬ مونږ له په هر صورت كښې د ترهګرۍ خاتمه كول دي٬ د پاكستان آئين د قامي يو والي علامت دے۔ د شورؤ په ورځ قامي يوتھ كنونشن ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې د آزادۍ ورځې جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه ٬ دا خوشحالۍ 40 كاله پس پاكستان ګولډ مېډل ترلاسه كولو سره يو په دوه كړې٬ ارشد نديم همت وكړو ٬ د سختو ح??لا??و مقابله كولو سره يۍ پاكستان ته ګولډ مېډل ور??ړو او دا يۍ ثابته كړه چې ح??لا?? كه هر څومره سخت وي مونږ بايد همت له لاسه ور??كړؤ۔ ده ووئيل كه قامونه پرېكړه وكړي چې په سختو ح??لا??و به قابو مومؤ نو باور وكړۍ چې لكه څنګه د قائد اعظم په مشرتابه كښې پاكستان زياتو قربانيو څخه ور??ستو جوړ شو دغسې نه يوازې دا چې د ??ېر وخت كوتاھۍ به لرې شي بلكې پاكستان به نړۍ كښې خپل لا لاسه ور??ړې مقام ترلاسه كړي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د پرمختګ كنجي د ځوان نسل په لاس كښې ده ٬ د حكومت فرض دے چې ځوانانو د عصري علومو په كالو سينګار كړي٬ دوئي ته عصري ټېكنالوجي ور??ړي دغسې چې د پاكستان دننه پرمختګ او د سوكالۍ انقلاب راشي۔ ده ووئيل د نړيوال سكالرشپس په ترلاسه كولو كښې په تېرو درې كلونو كښې پاكستان تر ټ ولو وړاندے پاتے شوے دے او دا دې خبرې ثبوت دے چې كه زمونږ ځوانانو ته موقعې ور??ړې شي نو د پاكستان په لوري څوك معاشي دفاعي لحاظ سره خيرنې سترګې سره كتلې نه شي۔ ده ووئيل مونږ له به يو موټې كېدو سره مخ په وړاندې تلل وي٬ د 77 كالو په سفر كښی يقينا ً لويې كاميابۍ ترلاسه شوې او ناكامو سره هم مخ شوو۔ كه مونږ په سم ډول ددې تجزيه نه كوؤ نو سمې نتيجې ته رسېدې نه شوو۔ ده ووئيل د كال 1973ء آئين پاكستان په معاشرتي او سياسي توګه مضبوط كړے دے٬ دا آئين سياسي لارښودو په متفقه توګه جوړ كړو كوم چې د قامي وحدت علامت دے۔ ده ووئيل پاكستان څخه د ترهګرۍ خاتمې لپاره د 70 زره ځانونو قرباني ور??ړې شوه۔ په كښې د ژوند هرې طبقې سره تعلق لرونكو خپله برخه واچوله۔ د پاك پوځ او پوليس په شمول د څلورو واړو صوبو خلكو قربانۍ ور??ړې هله دا ناسور دفن كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل چې د بده مرغه د تېرو څو كلونو د تېروتنو د لاسه ترهګرۍ يو وارې بيا سر پورته كړې دې۔ د ترهګرۍ د لاسه د پاكستان معيشت ته د يو نيم سل اربه ډالرو زيان رسېدلے دے او ددې په مقابله كښې منوږ ته 20 اربه ډالر راكړې شوي دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د پاكستان جنګ د ګردې نړۍ په ګټه وو٬ د ګاونډي هېواد څخه كېدونګي ترهګري ختمه كړی شوه۔ پاكستاني قام سترې قربانۍ ور??ړې ٬ دفاعي ادارو په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كړو قام به تل دا ياد ساتي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان په يوه زمانه كښې تندۍ سره د پرمختګ په لاره مخ په وړاندې روان وو ٬ د پي آئي اے پوهانو ور??نړو هېوادونو له الوتكې جوړې كړې خو د بده مرغه نن د دې ادارې نجكاري كول دي۔ سوئيلي كوريا د پاكستان د 5 كلنې پرمختيائي منصوبې نقل وكړو او نن د كوريا او پاكستان د پرمختګ ترمينځه موازنه كېدې نه شي هغه زمونږ په مقابله كښې ډېره وړاندې تلې ده۔ ده ووئيل مونږ له به سمدستي پرېكړه كول وي چې دا لړۍ دغسې روانه ساتل دي يا مخ په وړاندې تلل دي۔ ده ووئيل مونږ له به ځوانانو ته ټول وسائل ور??ول وي دغسې چې معيشت ښه شي۔ ده ووئيل د وزيراعلی په حېث مې د لكھونو په شمېر ځوانانو له لېپ ټاپس ور??ړل٬ پنجاب ایجوکېشن انډومنټ فنډ څخه د 22 اربه روپو وظيفې زده كوؤنكو ته ور??ړې شوې۔ ده ووئيل سټېټ بېنك سره خبره شوې هغه به ځوانانو ته 40 فيصده قرض ور??وي۔ ده ووئيل بجلي عام وګړي لپاره يو لويے چېلنج دے ٬ مونږ پرمختيائي بجټ څخه 50 اربه روپۍ ويستلو سره 86 فيصد كورنو صارفينو ته ريليف ور??ړو، پنجاب حكومت خپلو وسائلو څخه د 45 اربه روپو سبسډي اعلان وكړو چې ورسره به كورنيو صارفينو ته زيات ريليف ترلاسه شي۔ ده ووئيل نن پاكستان ته د تقسيم نه بلكې د يو والي ضرورت دے٬ كه مونږ ښه نيت سره د پاكستان د بدلولو عزم وكړو نو پاكستان په نړۍ كښې عزت او وقار ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د نني ح??لا??و تقاضا ده چې سياستدانان په ګډه ددې هېواد خذمت وكړي او آئيني ادارو سره د دوئي په دائره كار كښې پاتې كېدو سره په ګډه كار وكړي۔ تاريخ به مونږ تل ياد وساتي ګنې په بل صورت كښی به راتلونكي نسلونه مونږ معاف نه كړي۔ ده ووئيل مونږ د پاك پوځ سرلښكر سره په ګډه يو روح دوه بدنونه كېدو سره د هېواد پرمختګ لپاره كار كوؤ۔