اسلام آباد۔20 اکتوبر(اے پی پی) وفاقي ??اب??نې د پي پي پي په شمول د حكومتي اتحادي ګوندونو د 26 م آئيني بدلون مجوزه مسوده منظور كړې ده٬ وزيراعظم وئيلي چې ??اب??نې د هېواد د پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې خپل سوګند ??حت??ام كولو سره د هېواد په پراخا ګټه كښې پرېكړه كړې ده۔ د ا??وار په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي ??اب??نې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير په 26 م آئيني بدلون يو وارې بيا بشپړ بريفنګ وركړو۔ وفاقی کابینې د پي پي پي په شمول د حكومتي اتحادي ګوندونو د 26 م آئيني بدلون مجوزه مسوده منظور كړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان ترقۍ ٬ خوشحالۍ او د هېواد د حالاتو بهترۍ لپاره ??اب??نې غوره پرېكړه وكړه۔ ټول قام ته دې د 26 م آئيني بدلون ??اب??نې څخه منظوري مبارك وي۔ ده ووئيل ??اب??نې د هېواد د پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې خپل سوګند ??حت??ام كولو سره د هېواد په پراخا ګټه كښې پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل او كرم د هېواد د معيشت مستحكم كېدو څخه وروستو د هېواد د آئيني استحكام او د قانون سرلوړۍ له يو سنګ ميل ترسره شو۔ اولس سره د كړې لوظونو له مخې به د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره خواري روانه ساتوو۔ ده د ا??حادي ګوندونو د مشرانو په خاص توګه مننه وكړه۔ وزيراعظم د پي پي پي د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ٬ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د قانون او انصاف وفاقي وزير نذير تارړ ٬ داخله وزير محسن رضا نقوي ٬ د وزيراعظم سلا كار رانا ثناﺀ او د ا??لاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ هڅې وستائلې۔