اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د اړخه د حج خواستونو ??رلاسه كولو اعلان کولو سره په ??ول هېواد كښې د حج بینك کوآرډینیټرز تربیه پېل كړې۔ د مذهبي چارو وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزارت د حج خواستونو وصولولو لپاره د 15 نامزد بېنکونو ??ج کوآرډینېټرز تربيه پېل كړې۔ د تربیې مقصد د بېنك کوآرډینېټرز له د حج پورټل تربیه وركول دي۔ کوآرډینېټرز له به د حج کوؤنكو ګروپ جوړولو ، پېکېج او فارم پراسېسنګ تربېه وركولې شي۔ وزارت په حج پورټل د حج کوؤنكو د کوائف درست اندراج باوري كوي۔د تربیې عمل به تر 17 نومبر روان وي۔ د حج آئی ټی سېل ډائرېکټر حکیم خټک، ج??یل الرحمن او پروګرامر حافظ ماجد به د بینك عملې له تربیه وركوي۔ د 15 نامزد بېنکونو ?? لارې د حج خواستونو وصولۍ عمل به 18 نه تر 3 دسمبر روان وي۔ د 15 نامزد بېنکونو ګڼ شمېر برانچونو كښې به آن لائن حج خواستونه وصولولې شي۔ د مذهبی چارو آن لائن حج پورټل به پېپر لېس فارم نېغ په نېغه پراسیس کوي۔ وزارت به په ډیش بورډ د ګڼ شمير بینك برانچونو کارکردګی نيغ په نيغه مانېټر کولې شي۔