اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر ا??ير مقام د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وئېلي دي په ټوله نړۍ كښې نن د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځلې ??ېږ??٬دا ورځ ټولې نړۍ ته يادګېرنه كوي چې هغوي د بشري حقونو د تحفظ پاسداري وكړي٬د بشري حقونو په نړيواله ورځ مونږ له د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو كش??ير كښې خپل وروڼه او خوئېندې هيرول نه دي پكار۔ده ووئيل په مقبوضه جمو كش??ير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو ته هم د ملګرو ملتونو پشمول ?? نړيوالې ورورولۍ د سمدستي پام لرنې ضرورت دے٬د كشميريانو مېرمنو بې حرمتي د هندي ځواكونو لپاره ورځنے عمل دے٬وادي كښې د تېرو څو كلونو څخه د انسانيت تذليل ??ېږ??٬هند جمو او كش??ير كښې ظلم او ستم جاري ساتلے دے٬ ده ووئېل هندي پوځ تراوسه په لاكهونو كشميريان شهيدان كړي٬ګڼ شمېر مېرمنې تراوسه كنډې شوي ٬ګڼ شمېر ماشومان يتيمانان شوي۔ده ووئيل پاكستان د كشميريانو جائز حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د هغوي اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روانه ساتلو له لوظ كوي۔